ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شينوارو علما: که بنديان مو خوشې نه شول، لاريونونه به وکړو

author avatar
28 May 2012 - 17:52
author avatar
28 May 2012 - 17:52

جلال اباد (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): د ننګرهار ولايت د شينوارو اړوندو ولسواليو لسګونو ديني علماوو په جلال اباد ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې ګواښ وکړ، که نيول شوي بنديان يې خوشې نه شي، دوى به په لاريونونو لاس پورې کړي.

د شينوارو د علماوو شورا مشر مولوي بهرالله، له دې غونډې وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې يوه مياشت مخکې د غني خېلو ولسوالۍ درې تنه هر يو موحد، سيدانور او صفت الله چې د ده په وينا، بې ګناه نيول شوي، تراوسه هم لادرکه دي.

هغه زياته کړه، چې په سلګونو قومي مشرانو په دې اړه څو څو ځله د ننګرهار له والي او بهرنيو ځواکونو سره کتلي دي؛ خو هلو ځلو يې پايله نه ده ورکړې.

د نوموړي په وينا، ايساف ځواکونه ورته پلمه کوي، چې د دوى بنديان يې افغان دولت ته سپارلي دي؛ خو افغان دولت بيا له پېښې څخه انکار کوي.

بهرالله وويل، که تر راتلونکو ٤٨ ساعتونو پورې د دوى بنديان خوشې نه شي، د تورخم – جلال اباد لويه لاره به د هر ډول ترافيکو پر مخ وتړي او په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د غني خېلو يو بل ديني عالم مولوي ګلاب د رسنيو پر وړاندې پرېکړه ليک ولوست. په دغه پرېکړه ليک کې له بهرنيو ځواکونو څخه د خپلسرو عملياتو بندولو او له افغاني ځواکونو څخه د شخصي تربګنيو پربنسټ د خلکو نه نيولو غوښتنه شوې وه.

پرېکړه ليک کې ګواښ شوى، که کورني او بهرني ځواکونه له زندانونو څخه د دوى بنديان راخوشې نه کړي، د ناوړو پايلو مسووليت به د ولايتي ادارې په غاړه وي.

د ننګرهار مرستيال والي محمدحنيف ګرديوال، چې د احتجاج کوونکو غونډې ته راغلى و، پژواک ته وويل، ده د غونډو د ګډونوالو غوښتنې واورېدې او له نورو چارواکو سره په ګډه به د مسئلې د هوارولو اقدام وکړي.

ګرديوال وويل، لا تر دې دمه نه پوهېږي چې د شينوارو نيول شوي درې تنه له کوم امنيتي ارګان سره دي.

د يادونې وړ ده چې غني خېل د ننګرهار هغه ولسوالۍ ده، چې څو څو ځله په کې ماين خښوونکي په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.