Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

شپږ ماين خښوونکي ووژل شول

ميدان ښار (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال شپږ ماين خښوونکي وژل شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د غبرګولي په ٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د دې ولايت د نرخ په شهاب الدين سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو عملياتو کې شپږ ماين خښوونکي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه وسلوال طالبان هغه مهال ووژل شول، چې په سيمه کې يې د سړک پر غاړه ماينونه خښول او د بهرنيو ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل.

نوموړي زياته کړه، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې رامنځ ته شوه او ملکي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

شاهد وويل چې د ماين خښوونکو مړي، اوس (ماسپښين مهال) هم په سيمه کې دي او له هغوى څخه وسلې او يو شمېر مهمات د ګډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ هم ځايي چارواکو ويلي وو، چې په نرخ ولسوالۍ کې اته ماين خښوونکي د ماينونو د خښولو پر مهال وژل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.