کابل (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): په کابل کې ځينې صرافان د يوې، دوو او پنځو افغانيو بانک نوټونه په ارزانه بيه اخلي او وايي، دا کار ځکه کوي چې افغانستان بانک واړه بانک نوټونه ارزانه پېري.
له شاوخوا يوې اونۍ راهيسې په کابل ښار کې بې بنسټه اوازه خپره شوې چې افغانستان بانک، ياد واړه بانک نوټونه ناچل اعلان کړي دي؛ خو افغانستان بانک دوه ورځې مخکې دغه اوازه په کلکه رد کړه.
په لومړيو کې د دې اوازې پر بنسټ ځينو خلکو دغه بانک نوټونه نه اخيستل، خو د افغانستان بانک تر اعلان وروسته دا ستونزه راکمه شوې ده.
د کابل په شهزاده سراى کې له يادې اوازې مخکې هم، واړه بانک نوټونه يو څه په ارزانه بيه اخيستل کېدل؛ خو له دې اوازې سره دا ستونزه هلته ډېره شوه او اوس پر خپل حال پاتې ده.
يو تن چې د دې سراى په مخ کې د سړک پر غاړه صرافي کوي، نن هم د يوې، دوو او پنځو افغانيو بانک نوټونو زر افغانۍ په ٦٠٠ افغانيو اخيستې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په ياد شوي سراى کې يو امريکايي ډالر په ٥٠،١٠ افغانيو پېرل کېده.
پژواک خبري اژانس غوښتل، چې په دې اړه له ياد شوي صراف سره خبرې وکړي، هغه پرته له دې چې خپل نوم څرګند کړي، وويل، ځکه دا کار کوي چې اوس هم ځينې خلک د څو ورځو مخکې اوازې له مخې، واړه بانک نوټونه نه اخلي.
ده چې نه يې غوښتل په دې اړه نورې څرګندونې وکړې، وويل چې د افغانستان بانک هم واړه بانک نوټونه ارزانه اخلي.
د عبدالحنان په نوم يو تن چې د شهزاده سراى مخې ته پر سړک د ګرځنده ټېلېفونونو کرېډيټ کارټونه پلوري، وايي چې يو شمېر صرافان د افغانيو واړه بانک نوټونه ارزانه اخلي.
دى وايي، تېره ورځ لس ډالره ٥٠٠ افغانۍ کېدې، خو ده د وړو بانک نوټونو ٥٠٠ افغانۍ په ٧ ډالره بدلې کړې.
د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو ټولنې د لاسي صرافانو د کمېټې مسوول، سيد مقصود سرشناس هم تاييد کړه چې ځينې صرافان دغه کار کوي؛ خو دا ډول صرافان د دې سراى په نږدې ٧٠٠ صرافانو کې د ګوتو په شمار دي.
دى هم د دې ستونزې يو لامل دا بولي، چې د افغانستان بانک دا ډول نوټونه يو څه په ارزانه بيه اخلي.
ده وويل، صرافان ځکه د دې بانک نوټونو په پېرودلو او پلورلو کې ډېر توپير کوي، چې غواړي له دې لارې ډېره ګټه وکړي.
هغه زياته کړه، چې د يادو بانک نوټونو د ناچل کېدو په اوازې سره دغه ستونزه ډېره شوه.
دى وايي، همدا نن به يو ځل بيا د افغانستان بانک هغه اطلاعيه چې د يوې، دوو او پنځو افغانيو نوټونه ناچل نه دي، بيا د سراى په بېلابېلو دوکانونو کې نصب کړي، ترڅو د دې کار مخه ونيول شي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د افغانستان بانک له چاراکو سره هم خبرې وکړو، خو د بانک مرستيال خان افضل هډه وال وويل، چې په دې اړه به يونيم ساعت وروسته څرګندونې وکړي.
پژواک يونيم ساعت وروسته له هغه سره د اړيکې ټينګولو هڅه وکړه، خو هغه ټېلېفون ته يې ځواب ورنه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP