محمود راقي (پژواک ٨ غبرګولى ٩١): د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو او ايساف په چاڼيزو عملياتو کې څلور وسلوال طالبان او دوه ملکي وګړي ووژل شول، اووه طالبان او دوه ملکي وګړي ټپيان شول.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات دوه ورځې مخکې په تګاب ولسوالۍ په لاره اچول شوي دي.
د نوموړي په وينا، نن (د غبرګولي ٨مه) د عملياتو په ترڅ کې څلور وسلوال طالبان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.
نوموړي په يوې نښته کې څلورو ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې هم خبر ورکړ، خو څرګنده يې کړه چې معلومه نه ده، د کوم لوري مرمۍ پر دوى لګېدلې دي.
د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده پژواک سره په خبرو کې د څلور وسلوالو طالبانو د وژنې او اووه نورو د ټپي کېدو د تاييد ترڅنګ وويل، چې په دغې نښته کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د څېړنو د پيل خبر ورکړ.
ده زياته کړه، چې له طالبانو څخه يوه اندازه وسله او مهمات هم ترلاسه شوي دي؛ خو زيات معلومات يې ورنه کړل.
د تګاب ولسوالۍ يوه مخور ملک عبدالله پژواک ته وويل: ((د نښتې پر مهال پر ملکي خلکو د مرميو ډزې وشوې.))
نوموړي څرګنده کړه، چې ملکي ټپيان په تګاب کې د ايساف روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې پر دوو کورونو د دوو توغنديو د لګېدو له امله، درې ملکي وګړي ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.