Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ماين په چاودنه کې دوه ملکي وګړي ووژل شول

کلات (پژواک ١٠ غبرګولى ٩١): په زابل ولايت کې د سړک د غاړې په ماين چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند رفېع الله رفېع د غبرګولي په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېر ماښام اته بجې رامنځ ته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ماين د کلات ښار اړوند د سرخوګان د سيمې د چينو په کلي کې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور چاودېدلی دی.

د نوموړي په وينا، چې په پېښه کې د تراکتور دوه سپاره ملکي وژل شوي، يو بل ټپي او د پېښې ټول قربانيان د پوليسو له لوري د کلات روغتون ته وړل شوي دي.

رفېع زياته کړه، چې دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا افغان او بهرنيو ځواکونو ته اېښودل شوى و.

د ده په خبره، چې پوليسو د پېښې د عاملينو په نيولو پسې پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.

د کلات د مرکزي روغتونو يوه نوکريوال ډاکتر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه مړي او يو ټپي ور وړل شوى، چې دټپي روغتيايي حالت ښه دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې تېره مازيګر يې د کلات اړوند د باکرزو او د نوبهار ولسوالۍ د ښهاکو په سيمو کې پر افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونه کړي او د هغو ګڼو سرتېرو ته يې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

خو د زابل د امنيتي قوماندانۍ وياند د طالبانو دغه ادعا رد کړه.

يوه شپه وړاندې هم د کلات اړوند د سينک په سيمه کې يو سپين ږيری وژل شوی و چې امنيتي ځواکونو يې د وژنې پړه پر طالبانو ور اچولې وه خو د سيمې اوسېدونکو ويل چې دغه کس د پوليسو له لوري وژل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.