ترینکوټ ( پژواک، ۱۱ غبرګولی ۹۱ ): د اروزګان ولایت د امنيه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ د څلور ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړه او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ د جنایي پېښو پروړاندې د مبارزې مدیر سمونوال ګلاب وايي، چې یاده ودانۍ د کمپلکس په بڼه په ٣٢ جريبه ځمکه کې جوړ شوى او ١٢ ودانۍ لري.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کمپلکس کې بېلابېلې څانګې د پولیسو د روزنې ، د ډوډۍ خوړلو او د خوب لپاره او همداراز د هغو ټولو اړتیاوو لپاره ځانګړې څانګې شته ، چی ددوی پولیسو ورته اړتیا درلوده .
د سرچينې په وينا، ددغه کمپلکس کار په نړيوال سټندرډ او په شپږو کلونو کې ترسره او ساختماني مواد يې له کندهار او کابل څخه انتقال شوي دي.
همدارنګه د اروزګان والي امیرمحمد اخندزاده وويل، چې خوښ دی، نن یوځل بیا په دې ولایت کې د بیارغونې په برخه کې یوه ډیره مهمه پروژه ګټې اخيستنې ته سپاري .
د والي په وینا ، دا یوه له ګټورو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په دې سره به په اروزګان کې د امنيه قوماندانۍ په برخه کې د پولیسو ستونزې له منځې ولاړې شی.
اخند زاده وايي: (( دا مهال ددې ولایت ملي پولیس له ډیرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، چې له هغه ډلې څخه د مرکزترینکوټ په ځینو سیمو او همدارنګه په ولسوالۍ کې د پولیسو د پوستو د ودانيو نه شتون دی او زموږ پولیس دامهال په خېمو کې شپې او ورځې تیروي .))
په سوېل کې د ۴۰۴ میوند زون د پولیسو قوماندان جنرال سالم احساس هم د یادې ودانۍ پرانېستنه ډیره مهمه او ګټوره لاس ته راوړنه وبلله او ويې ویل، په پام کې لري،چې ددې ودانۍ لپاره فرنیچر هم چمتوکړي.
د يادې ودانۍ د جوړونې د چارو د انجنيرانو مسوول امريکايي انجنير اېمېټ مکنټوکEmmett Meccintock وویل ، چې دغه ودانۍ د څلور میليونه امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، چې پيسې يې د امریکا له لوري ورکړل شوې دي.