مزار شريف (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): په بلخ ولايت كې د هغې مېرمنې پلارګنۍ ، چې د مېړه لخوا يې ژبه پرې شوې، له دولت څخه د خپل حق د دفاع غوښتنه كوي.
د شمال زون د بشر د حقوقو كمېسيون هم سربېره پر دې، چې دغه پېښه غير انساني بولي، د سمې څېړنې غوښتونكي يې دي.
وړمه ورځ د بلخ ولايت د چهاربولک ولسوالۍ په جنګوري سيمه كې له ۱۷كلنې نګينې څخه خپل ۲۲ كلن مېړه صالح محمد د بلخ د ښځو چارو رياست د مسوولينو په وينا، د غير شرعي غوښتنو د نه پرځاى كېدو په صورت كې ژبه پرې كړې وه.
د نګينې روغتيايي حالت اوس ډاډمن دى، د اوسېدو لپاره د بلخ د امن كور ته استول شوې او صالح محمد د امنيتي مسوولينو لخوا نيول شوى، چې دوسيه يې څارنوالۍ ته معرفي شوې ده.
د نګينې مور نن (د غبرګولي په ۱۱مه) ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له خپلې لور سره د كړي ظلم پوښتنه به تر مرګه كوي.
نوموړې زياته كړه، چې لور يې يو كال وړاندې د خپل كلي صالح محمد نومي ځوان ته په دودويزو مراسمو په دې هيله واده كړه، چې ښه ژوند به سره ولري.
د هغه په وينا، له واده څخه يې يو څه موده تېره شوې وه، چې كورنيو ستونزو او د اخ و ډب له كيسو يې خبرېده؛ خو د كلي خلكو غږ ويستو ته نه پرېښوده.
د نګينې مور دعوه کوي، زوم يې له لور څخه د تن پلورلو غوښتنه كړې وه، چې د نه منلو په صورت كې ورته ژبه پرې كړه.
خو د بلخ د ښځو چارو رييسې فريبا مجيد د يادې پېښې په اړه پژواک ته وويل، چې د دوى د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، مېړه يې له ښځې د جسم پلورلو غوښتنه نه وه كړې.
نوموړې زياته كړه: ((هو! داسې ځينې غوښتنې يې ترې كړې وې، چې په شرعي لحاظ د مېړه او ښځې تر منځ هم ناروا دي.))
مېرمن مجيد په دې اړه له ډېرو معلوماتو وركولو څخه ډډه وكړه.
نوموړې زياته كړه، چې نګينه دمګړۍ د امن دفتر ته استول شوې او د دوسيې د څېړلو په موخه ورته د دوى لخوا مدافع وكيل هم نيول شوى دى.
د هغه په وينا، پوليس د صالح محمد په نيولو بريالي شوي او پېښه لا هم تر څېړنې لاندې ده.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان دوراني پژواک ته وويل، چې دوى د يادې پېښې په اړه خپلې څېړنې پوره كړې دي او دوسيه يې څارنوالۍ ته معرفي كړې ده.
خو د يادې پېښې په اړه يې د معلوماتو له وركولو ځكه ډډه وكړه، چې اوس يې دوسيه په اختيار كې نشته.
له بلې خوا د دغه ولايت د څارنوالۍ رييس محمد ظاهر نادر وويل، چې دوى ته د نګېنې د ژبې د پرې كېدو دوسيه نن ناوخته رسېدلې ده.
نوموړي زياته كړه، دوى دنده لري، چې د قانون په رڼا كې د يادې موضوع ژوره څېړنه وكړي او دوسيه په ټاكلي وخت قضايي څانګو ته وسپاري.
خو د شمال زون د بشر د حقوقو خپلواک كمېسيون وايي، چې دولت او قضايي ادارې بايد د يادې پېښې په اړه جدي ګامونه واخلي.
په مزارشريف كې د شمال زون د بشر د حقوقو د خپلواک كمېسيون مشر سيد محمد سامع دغه پېښه غير انساني او غير اخلاقي عمل وباله او ويې ويل، چې دولت او قضايي ادارې بايد ياده پېښه جدي او سمه وڅېړي.
نوموړي زياته كړه، چې د ورته زورزياتي د پېښدو د لامل په اړه نه پوهېږي؛ خو په عمومي توګه يې د ښځو پر وړاندې د زور زياتي لاملونه، غريبي، له قانون څخه بې خبري، ناسم دودونه او داسې نور مسايل وښودل.
د هغه په وينا، په بلخ كې په لومړي ځل داسې پېښه تر سره شوې، كه چېرې يې دولت او قضايي ادارې پر وړاندې سستي وكړي؛ نو د عامو خلكو پر وړاندې به ښې پايلې ونه لري.
د يادونې ده، چې دوه کاله وړاندې د اروزګان پوليسو يوتن ،چې د خپلې انګور پزه او غوږونه يې پرې کړي وو، هم نيولي و.
دغه ١٧ کلنه مېرمنه عايشه نومېږي،د اروزګان د ګيزاب ولسوالۍ اوسېدونکې ده او د١٣٨٩ د روژې په مياشت کې د خسر او خاوند لخوا يې پزه او غوږونه پرې شوي وو، چې وروسته په اروزګان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو،عايشه ترلاسه او بيا يې امريکا ته د درملنې په موخه ولېږدوله.
د دې اروزګانۍ مېرمنې عايشې، د پزې او غوږونو د پرې کېدو مساله وروسته له دې، چې د امريکا په ټايمز مجلې کې د هغې عکس چاپ شو، په نړۍ کې زيات پام ځان ته راواړاوه او ګڼو چاپي او تصويري رسنيو پرې راپورونه خپاره کړل.
د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش مېرمن لورا بوش، په خپله د عايشې ليدلو ته د امريکا کليفورنيا ايالت ته ولاړه او له عايشې سره يې خواخوږي وکړه.
په امريکا کې يوې موسسې، هغې ته د صابر زړه جايزه هم ورکړې ده