کندهار ښار (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): د کندهار ښار استيناف محکمې د يوې علني محاکمې په ترڅ کې د پخواني امنيه قوماندان خان محمد مجاهد د وژلو په تور يو تن پر ٢٠ کاله او دوه نور په پنځه کاله تنفيذي بند محکوم کړل.
دغه علني محاکمه نن (د غبرګولي ١١ مه) د کندهار ښار د استيناف محکمې په ودانۍ کې جوړه شوې وه، چې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او ګڼو نورو چارواکو په کې ګډون کړى و.
د دوسيې موظف څارنوال د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي عطاء محمد، عبيدالله او علي محمد د کندهار د پخواني امنيه قوماندان خان محمد مجاهد په قضيه کې په لاس لرلو تورن کړل.
څارنوال وويل، چې د عطاء محمد په نوم تورن کس، چې څوارلس مياشتې يې په پوليسو کې دنده ترسره کړې، له مخالفينو سره اړيکې لرلې او په يوه رينجر موټر کې يې ځانمرګى بريد کوونکى امنيې قوماندانۍ ته داخل کړى و.
هغه زياته کړه، چې تېر کال د دغه بريد په پايله کې د کندهار امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد (د وري په ٢٦مه) د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې له دوو منسوبينو سره ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
د ده په وينا، پاتې دوه نور کسان عبيدالله او علي احمد د پېښې اړوند په خپلو دندو کې په پاتې راتلو تورن دي.
خو د تورن کس عطاء محمد مدافع وکيل نعمت الله نظري وويل، چې موکل يې د تحقيق پر مهال د ملي امنيت د منسوبينو له خوا شکنجه شوى او په زور ترې اقرار اخيستل شوى دى او هغه يې بې ګناه وباله.
په خپله عطاء محمد هم وويل، چې د پلټنو پر مهال ورباندې په زور اقرار شوى او د خان محمد مجاهد په وژلو کې لاس نه لري.
د نننۍ محاکمې د قضايي پلاوي مشر قاضي حبيب الله صالح عطاء محمد ته له مخالفينو سره د تړاو په تور د تروريستي جرمونو پر وړاندې د مبارزې د قانون د ١٩مې مادې له مخې په ٥ کاله تنفيذي بند او د خان محمد مجاهد د ترور په قضيه کې د کورني او بهرني امنيت پر ضد د جرمونو د قانون د ٣ مې مادې او د جزا د قانون د ٣٩مې مادې له مخې د جرمي شريک په توګه په ٢٠ کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
قاضي دغه راز عبيدالله او علي محمد ته هم د پېښې په تړاو د پنځو کلونو د بند سزا واوروله.
د محاکمې د نننۍ غونډې دويمه برخه د کندهار د ميوند ولسوالۍ د اوسېدونکي ملا بشيراحمد په اړه حکم کولو ته ځانګړې شوې وه، چې د ٣٠٣ موټر د ٤٠ مسافرو، دوو قومي مشرانو او يوه انجنير په وژلو او دغه راز د ملي ا ردو پر کتارونو په وسلوالو بريدونوکې په لاس لرلو تورن پېژندل شوى دى.
د ملا بشيراحمد د دوسيې موظف څارنوال وويل، ملا بشيراحمد د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکى او د څلورو تنو قوماندان دى، چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار _ هرات پر لويه لاره د يوه ٣٠٣ موټر د ٤٠ سپرليو په وژلو کې برخه اخيستې ده.
په خپله ملا بشير احمد، چې څه موده وړاندې د ملي امنيت له خوا نيول شوى و، هغه مهال پژواک اژانس ته د خپلو اعترافاتو پر مهال ويلي و، چې په ميوند ولسوالۍ کې يې د رخت دوکان درلود او د طالبانو د قوماندان ملا بصير تر مشرۍ لاندې يې وسلوال فعاليت درلود.
خو د نننۍ محکمې پر وړاندې يې له خپلو جرمونو انکار وکړ او ويې ويل، چې کوم څوک شخصي دښمني ورسره لري او د ده په اړه يې امنيتي ارګانونو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
هغه نن له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال وويل، چې د ملي امنيت منسوبينو د تحقيق پر مهال سخت وهلى او په ده يې هغه څه ويلي، چې هغوى يې ترې غوښتنه کوله.
د نوموړي مدافع وکيل له قضايي پلاوي وغوښتل، چې د ملا بشيراحمد ترتيب شوې دوسيه نيمګړې ده؛ ځکه په دغې دوسيه کې د لغمان ولايت د ٤٠ وژل شوو کسانو او يو شمېر نورو، چې پر هغه يې د وژلو تور لګول شوى، کوم څوک محکمې ته نه دي غوښتل شوي.
د محکمې د قضايي پلاوي مشر قاضي حبيب الله صالح د موظف څارنوال، مدافع وکيل او په خپله د مجرم د څرګندونو تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې د ملا بشيراحمد دوسيه دې د تحقيقاتي خلاګانو او نيمګړتياوو د بشپړولو په موخه اړوندې څارنوالى ته ولېږل شي.
هغه وويل، د کافي اسنادو او شواهدو تر بشپړولو وروسته به دغه محکمه د ملا بشير احمد د برخليک په اړه خپله پرېکړه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP