Language

په لوېديځه حوزه کې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر تر نيمايي راټيټ شوى

 هرات ښار (پژواک ۱۱ غبرګولى ۹۱): په لوېديځه حوزه کې له نري رنځ ناروغۍ سره د مبارزې مسؤول اعلان وکړ چې د دې ناروغۍ د قربانيانو شمېر په دې حوزه کې تېر کال له هغه نه د مخکې کال په پرتله ٥٠ سلنه کم شوى او دغه شمېر ٨٦٤ تنو ته رسېدلى دى.

دغه کسان د هغو ٣١٠٠ تنو له ډلې څخه دي چې په څلورو ولايتونو (هرات، بادغيس،غور او فراه) کې په دې ناروغۍ اخته وو او ٦٨ سلنه يې ښځې جوړوي.

ډاکتر محمداصف کبير، په لوېديځه حوزه کې د سل له ناروغۍ سره د مبارزې د پروګرام مسؤول پژواک ته وويل، چې په ټوله کې دغه پروګرام د هېواد په لويديځو ولايتونو کې د پام وړ برياليتوب درلود.

نوموړي وويل: ((زموږ حساب ښيي چې په ١٣٨٩ کال کې په نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ٤٧٠٠ و، چې له دې ډلې ١٦٢٠ يې خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو له دې ناروغۍ سره د مبارزې چټکتوب او پراخوالي، په تېر کال کې دغه کچه ٣١٠٠ ته راټيټ شوى او د قربانيانو شمېر يې هم ٨٦٤ تنو ته ورسېد.))

د ډاکتر کبير په وينا، په تېر لمريز کال کې له ټولو اټکل شوو پېښو څخه ٢٧٢٢ تنه د څلورو ولايتونو په روغتيايي مرکزونو کې ثبت شوي او ټول دغه کسان له سل ناروغۍ سره د مبارزې د پروګرام تر پوښښ لاندې راغلي دي.

د دغه پروګرام له مخې، له معمول سره سم په سل ناروغۍ د ټولو اخته کسانو د درملنې په اته مياشتنۍ دوره کې دارو او خواړه وړيا دي.

په لوېديځه حوزه کې له نري رنځ سره د مبارزې د پروګرام مسؤول زياته کړه، چې دمګړۍ په ګڼ مېشته سيمو کې ٧٣ مرکزونه د دې ناروغۍ د درملنې لپاره او ١٥٠٠ تنه هم په ګرځنده بڼه د نري رنځ ناروغانو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه فعاليت لري.

دغه روغتيايي مسؤول زياته کړه، چې يوازې دوه نيم سلنه له هغو کسانو څخه چې تر پوښښ لاندې راغلي دي، خپل ژوند له لاسه ورکړى، خو ډېرى قربانيان هغه کسان وو چې د بېلابېلو لاملونو لکه اقتصادي ستونزې، نا امنۍ يا نه پوهاوي له امله روغتيايي مرکزونو ته نه دي ورغلي.

د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د ماروا کلي اوسېدونکې ٢٥ کلنې ګل بي بي پژواک ته وويل، چې دا د تېر کال په مني کې د سخت ټوخي او د سينې د درد له امله د ولسوالۍ کلينيک ته ولاړه او هلته له معايناتو وروسته معلومه شوه چې په نري رنځ اخته ده.

نوموړې وويل: ((په هرات کې د بېلابېلو معايناتو له ترسره کولو وروسته په وړيا توګه راته درمل راکړل شول او حتى د يوې موسسې له خوا له موږ سره د خوراکي توکو مرسته هم وشوه او اوس تر اتو مياشتو وروسته زه احساس کوم چې په بشپړه توګه روغه يم او ډاکتر هم وويل چې دا مرض له رېښې څخه وچ شوى دى.))

نرى رنځ يوه مکروبي ساري ناروغي ده چې معمولاً سږي خرابېږي او تنفسي دستگاه زيانمنوي.

د١٣٩٠ کال په پاى کې د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې د شته احصاييو له مخې، د هېواد په کچه تر ٥٣ زره زيات کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته دي او له دې ډلې ٦٦ سلنه يې ښځې جوړوي.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان دمګړى يو له هغو ٢٢ هېوادونو څخه دى چې په نري رنځ د اخته کسانو شمېر په کې زيات دى.

Related Topics