کلات (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): ايساف ځواکونه وايي، چې د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې له يوې مياشتې راهيسي روان عمليات پای ته رسېدلي او په پايله کې يې ۳۲ طالبان او درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
په سوېل کې د دغو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري د غبرګولي په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبر پاڼه کې ويل شوي، چې عمليات يوه مياشت مخکې پيل او تېره ورځ پاى ته ورسېدل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد عمليات د ايساف او ملي اردو د ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شوي او موخه يې د مېزانې ولسوالۍ د شيخانو له درې څخه د وسلوالو مخالفينو شړل و.
سرچينه زياتوي، دغه عمليات په څلور پړاوه کې بشپړ شوي چې په ترڅ کې يې د شيخانو درې بېلابېلې سيمې له وسلوالو طالبانو پاکې شوې دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د عملياتو پر مهال هوايي ځواکونو هم د ځمکنيو ځواکونو ملتيا کوله او يو شمېر هوايي بريدونه يې ترسره کړي دي.
ايساف زياتوي، چې د عملياتوپه ترڅ کې د ملي اردو درې سرتېري او ۳۲ طالبان وژل شوي،د اردو ٦ سرتېري او ۶ طالبان ټپيان شوي او ۱۶ نور وسلوال طالبان د امنيتي ځواکونو له لوري ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنيتي ځواکونو ۱۲ موټرسايکلونه، ۱۴ کړۍ ماينونه، د وسلو او مهماتو دوه لوى ډيپوګان او ۵۶۸ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم د دغو عملياتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.
خبرپاڼه زياتوي، د دغو عملياتو په بشپړېدو سره د شخيان په دره کې چې لسګونه لوى او واړه کلي په کې شته، امنيت رامنځ ته شوى او دولتي چارواکو ته د ښې حکومتدارۍ او پرمختيايي کارونو د پيلولو زمينه برابره شوې ده.
د زابل امنيتي چارواکي هم په مېزانه ولسوالۍ کې عمليات تاييدوي،
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه عمليات افغان امنيتي ځواکونو پلان کړي وو، چې په پايله کې ياده مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي زياته کړه، چې افغان امنيتي ځواکونو د زابل په بېلابېلو سيمو کې د مخالفينو د ځپلو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
بلخوا بيا وسلوال طالبان په مېزانه ولسوالۍ کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته د تلفاتو د ور اړولو ادعا کوي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې همدا نن سهار يې د مېزانې ولسوالۍ پر مرکز بريد کړی او د ټکير په سيمه کې يې دوه د اردو رينجر موټر په ماينونو ويجاړ کړي دي.
هغه وويل، چې په مېزانه کې بهرنيو ځواکونو عمليات پيل کړي و خو د درنو تلفاتو له ليدلو وروسته يې بېرته سيمه پرې اېښې ده.
مېزانه د زابل په شمال لوېديځ کې پرته ولسوالۍ ده چې په کې وخت ناوخت په کې د نا امنۍ پېښې رامنځ ته کېږي خو د سيمې د لرې والي او هلته د ټيلېفوني اسانتياوو د نشتوالي له امله يې د رسنيو لپاره په خپلواکه توګه سپيناوی سخت دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP