Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې د اوبلن ګاز او بورې بيې ټيټي شوې

کابل ښار (پژواک ١١ غبرګولى ٩١): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز او بورې بيې لوېدلي خو د نورو لومړنيو توکو بيې پر خپل حال پاتې دي.

د تايمني پروژې د پنځم سړک په سيمه کې يوه ګاز پلورنکي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره پنجشنبې يو کيلو ګاز په ٤٥ افغانۍ او نن يو کيلو ګاز په ٤٠ افغانۍ پلوري.

دى وايي، په کابل کې ځکه د ګاز بيه لوېدلې، چې له حيرتان بندر څخه کابل ته ډېر ګاز راوړل شوى دى.

خو د تايمني څلورلارې د تېلو ټانک يو کارکوونکى محمدصديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر ډېزل په ٦٢ او پټرول په ٦٥ افغانيو پلوري.

په لومړنيو خوراکي توکو کې يواځې د بورې بيه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي فضل الرحمن وايي، چې تېره پنجشنبې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بوره په عمده ډول په ١٨٥٠ افغانۍ خو نن په ١٨٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د ٥٠ کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٩٠٠ افغانۍ، د پنځوس کيلويي پاکستانيو اوړو بيه ٩٨٠ افغانۍ، د ٥ کيلو سپين غر غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

د يادو خوراکي توکي بيې په پرچون ډول د ښار په بېلابېلو ځايونو کې توپير لري.

د کابل ښار د قلعه فتح الله د سيمې هټۍ وال کريم الله وايي، چې په پرچون ډول ٥٠ کيلويي لومړۍ درجه سېله وريجې په ٢٩٥٠ افغانۍ او ٥٠ کيلويي برازيلۍ بوره په ١٩٤٠ افغانيو پلوري.

هغه زياته کړه، چې نن ٥٠ کيلويي پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، ٥ کيلويي پيپ سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو افريقايي تور چاى په ٢١٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٩٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه ٢١٥٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ ده.

د کابل د شهزاده سراى يوه صراف محمدامين جان خوستي د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،٢٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٢ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٠،١٠ افغانۍ او د زر پاکستانۍ کلدارو د پېر بيه ٥٤٧ افغانۍ وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.