لښکرګاه (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د هلمند ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په بېلابېلو پېښوكې ۱۵ وسلوال طالبان او د پوليسو يو افسر وژل شوي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمدي فرهنګ د غبرګولي په ۱۳مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د موسى كلا ولسوالۍ په ريګي، مسلماني، مظرابان او شاوخوا سيمو كې د دولت وسلوالو مخالفينو د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه كړي دي.
هغه زياته کړه، چې پوليسو لا له مخکې د دغو بريدونو په اړه معلومات درلودل.
د نوموړي په وينا، چې په ځوابي بريدونو کې ۱۵ وسلوال مخالفين وژل شوي او ډېرى مړي يې د نښتو په سيمه کې پاتې دي.
د ده په خبره، په دغو پېښو كې دوه پوليس ټپيان شوي، خو ملكي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې او زياتوي چې سيمه يې د دولت له وسلوالو مخالفينو پاكه كړې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند همداراز زياتوي، چې په همدغه مهال وسلوالو طالبانو د ګرشك ولسوالۍ د تركو په شېله كې هم د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې بريد كړى او په کې يو پوليس افسر وژل شوى دى.
د والي وياند داوود احمدي د يادې پېښې په اړه وايي، چې د طالبانو د بريد پر مهال د پوستې له لسو ساتونكو څخه يواځې د هغوى قوماندان پاتې و او نور ساتونکي د ولسوالۍ مركز ته تللي وو.
د يوه بل خبر له مخې،د هلمند د والي وياند وايي، څلور تنه يې د پوليسو د وژلو او د ماينونو خښولو په تور له يو ميل كلاشينكوف او دوه ميله تومانچو سره نيولي دي دي.
طالب وياند قاري يوسف احمدي د خپلو ١٥ ملګرو د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويلي، خو په ګرشک ولسوالۍ کې د پنځو پوليسو د وژلو خبر ورکړى دى.