ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي د روسيې او پاکستان تازه اړيکې د افغانستان په زيان بولي

شنونکي د روسيې او پاکستان تازه اړيکې د افغانستان په زيان بولي

author avatar
2 Jun 2012 - 16:29
شنونکي د روسيې او پاکستان تازه اړيکې د افغانستان په زيان بولي
author avatar
2 Jun 2012 - 16:29

کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩١): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي وايي، چې له روسيې سره د پاکستان نږدې والى او تازه اړيکې يې پر افغانستان او سيمه باندې بد اغېز ښېندلى شي او ښايي لوېديځ ته په سيمه کې سرخوږى ډېر کړي.

د افغانستان لپاره د روسيې ‌ځانګړي استازي ضمير کابلوف تېره اونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال ويلي وو، چې په نږدې راتلونکي کې به د روسيې نوى ولسمشر ولاديمير پوتين اسلام اباد ته سفر وکړي، دغه راز ټاکل شوې، چې د روانې اونۍ په اوږ‌دو کې د شانګهاى غونډې پر مهال به د پاکستان او روسيې ولسمشران ځانګړې ليدنه هم وکړي.

د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال د غبرګولي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پاکستان او د امريکا د متحدو ايالتونو ترمنځ په وروستيو کې اړيکې خرابې شوې او له همدې امله پاکستان غواړي چې په سيمه کې سياسي بلاک جوړ کړي.

د هغه په وينا، پاکستان په دې وروستو کې له چين هېواد سربېره له ايران او روسيې سره ځان نږدې کړى او غواړي چې په سيمه کې د امريکا لپاره ځان ځواکمن وښيي.

نوموړي زياته کړه، که افغانستان له لوېديځو هېوادونو سره د ښو اړيکو ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره هم خپلې اړيکې ښې وپالي، نو د پاکستان دغه دريځ به پرې ډېر منفي اغېز ونه کړي.

لېوال وايي، چې که پاکستان د روسيې، چين او ايران عملي ملاتړ ترلاسه نه کړي، نو له ډېر جدي ګواښ سره به مخ شي او د لوېديځ غوسه به پرې ډېره شي.

خو د سياسي چارو کارپوه محمدحسن حقيار بيا وايي، چې له روسيې، چين او د امريکا له نور رقيبو هېوادونو سره د پاکستان اړيکې د دغه هېواد په ګټه دي او له دې اړخه پر ناټو او امريکا فشار راوړلى شي.

د هغه په وينا، په سيمه کې روسيه يو مطرح هېواد دى او په ډېرو چارو کې د امريکا د متحدو ايالتونو سيال بلل کېږي او پاکستان کولاى شي، له دې لارې د امريکا لپاره سرخوږى پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه: ((له هغه وروسته چې په شيکاګو غونډه کې د پاکستان ولسمشر ته لوېديځو مشرانو اهميت ورنه کړ او له ده سره يې د لېدنې پروګرامونه لغوه کړل، پاکستان په غوسه شو.))

د حقيار په خبره، روسيه د امنيت شورا دايمي غړى دى او د وېټو حق لري، چې کولاى شي په سيمه کې د پاکستان له دريځ او سياست څخه په ښکاره ننګه وکړي او دا به د پاکستان په ګټه وي.

نوموړي وويل، پاکستان غواړي اوس امريکا او لوېديځ ته وښيي، چې له دوى پرته په خپله سيمه کې د ځان لپاره غښتلي دوستان پيدا کړي او پر هغوى فشار راوړي.

ده زياته کړه، چې له دې سره پاکستان کولاى شي په افغانستان کې خپلې لاسوهنې پراخې کړي او له دې لارې امريکا او لوېديځ ته سرخوږى پيدا کړي.

د هغه په وينا، دا د افغانستان او سيمې لپاره خطرناکې پايلې درلودلاى شي او لوېديځ بايد دغې چارې ته جدي پاملرنه وکړي.

د سياسي چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانى وکيل ببرک شينوارى وايي، چې پاکستان په وروستيو کې د لوېديځ له لوري ډېر تحقير شوى او اوس هرې خوا ته لاس اچوي.

د هغه په وينا، پاکستان په دوه مخو سياستونو کې ماهر دى او غواړي په خپل دغه لوېدلي حالت کې د روسيې له موقف څخه استفاده وکړي.

نوموړي زياته کړه: ((د جهاد په وخت کې چې پاکستان له روسيې سره نېغه دښمني کوله، خو بيا هم چې برژنېف مړ شو، د پاکستان ولسمشر جنرال ضياالحق د نړۍ لومړى ولسمشر و، چې د مسکو په هوايي ډګر کې ښکته شو.))

خو هغه وايي، چې روسيه به د پاکستان له ټولو سياستونو او غوښتنو سره موافقه ونه کړي؛ ځکه چې دغه هېواد هم د پاکستان په دوه مخي سياستونو ښه پوهېږي.

د شينواري په خبره، روسيه نه غواړي چې په راتلونکو لسو کلونو کې ناټو او امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

ده وويل، روسيه له دې امله چې که طالبان په افغانستان کې بيا واک ته ورسېږي، نو د تېر په څېر به د منځنۍ اسيا په هېوادونو کې ترهګرې ډلې وپاروي او په روسيه کې به ترهګريز فعاليتونه زيات شي.

د هغه په خبره، چې ښايي د نږدې وخت لپاره د روسيې او پاکستان دوستي او نږدې اړيکې د افغانستان لپاره مضرې تمامې شي، خو د اوږدمهال لپاره د اندېښنې وړ نه دي.

د سياسي چارو کارپوه وحيد مژده هم پژواک اژانس ته وويل، چې په سيمه کې د امريکا د موجوديت په اړه يو بلاک رامنځ ته کېږې او غواړي په دې ډول لوېديځ په دې سيمه کې وننګوي.

د هغه په وينا، د پاکستان دغه ډول نږدې والى د امريکا له سيالو هېوادونو سره، د افغانستان په زيان دى او د دغه ټولو لوبو ميدان به زموږ هېواد وي.

نوموړي زياته کړه، امريکا نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه پاى ته ورسېږي او يا وسلوال مخالفين وځپل شي.

د مژده په خبره، په سيمه کې د ترهګرۍ په شتون سره امريکا غواړي روسيه او په سيمه کې نور خپل سيال هېوادونه پرې وننګوي او د يوه ګواښ په توګه ځان ته په افغانستان کې د شتون جواز ولري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.