Language

کابل(پژواک١٤غبرګولى٩١):تراوسه د بوديجوي ستونزو له امله پر هغو ځينو پروژو لږ کار شوى ، چې په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي تمدن او فرهنګ د مرکز په توګه غزني ته په پام کې نيول شوې وې.    

دا څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين، د ښار جوړونې وزير حسن عبدالهى او د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن د ولسي جرګې په غونډه کې وکړې .

 په ٢٠٠٧ زېږديز کال کې د ليبيا په طرابلس کې د اسلامي هېوادونو د کولتور د وزيرانو په غونډه کې غزنى د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د تمدن او کولتور پلازمېنه ونومول شوه.

په همدې موخه په غزني کې د يو شمېر پخوانيو تاريخي اثارو د بيارغونې او بنسټيزو چارو يو شمېر مهمې پروژې په پام کې نيول شوې وې، چې د راتلونکي ميلادي کال تر اکتوبر پورې بشپړې شي.

ټاکل شوې ، چې د راتلونکي ميلادي کال په اکتوبر کې  د اسلامي هېوادونو د کولتور وزيران په غزني کې سره راټول او په غزني کې  د اسلامي تمدن دمرکز په توګه اړين مراسم جوړ شي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده نن ولسي جرګې ته د معلوماتو ورکولو پرمهال وويل ،چې حکومت په  ٢٠٠٧ زيږديز کال دې مراسمو ته د غزني د چمتو کولو په موخه يو کمېسيون وټاکه ، خو دې کمېسيون د ٢٠١٠ کال تر نيمايي هېڅ کار ونه کړ.

ده وويل چې په ټوليزه توګه ددې کار لپاره په غزني کې ٦٥ پروژې په پام کې نيول شوې وې، چې يواځې ٤٢ يې په اطلاعاتو فرهنګ وزارت او پاتې ٢٣ يې په نورو وزارتونو پورې اړوند  وې.

د غزني د والي په وينا، په ٢٠١٠ کال کې د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه غزني ته ١٠ ميليونه ډالر ځانګړي شول، خو دا پيسې تراوسه هم د ماليې وزارت د ياد شوي کمېسيون په واک کې نه دي ورکړي.

د غزني والي اوسمهال ددغه کمېسيون مشر دى .مخکې له ده د ولسمشر دويم مرستيال قسيم فهيم او وړاندې له هغه د اطلاعاتو او فرهنګ وزيريې مشري کوله.

اکبرزاده له ماليې وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې غزني  ته ځانګړې شوې پيسې د کمېسيون په  واک کې ورکړي.

ده وويل چې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني چمتو کول بايد د يوې ملي پروژې په توګه د حکومت لخوا په بوديجه کې په پام کې نيول شوې واى.

دى وايي، چې د ٢٠١٠ کال له نيمايي وروسته په غزني کې ځينې کارونه تر سره شوي ، خو  پر هغې پروژې ، چې يو شمېر ودانۍ پکې شاملې دي او ټاکل شوې په ٢٠١٣ کال کې مراسم په کې تر سره شي ، هېڅ کار نه دى شوى .

د ښار جوړونې وزير حسن عبداللهي وويل چې د غزني د اسلامي ثقافت د مرکز سروې او ډيزاين بشپړ شوى ، خو لا هم د ودانۍ د جوړلو لپاره ځانګړې شوې پيسې ماليې وزارت ددوى په واک کې نه دي ورکړي.

دى هم وايي، چې که پيسې په واک کې ورکړل شي پر ياده پروژه به کار پيل کړي .

داطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل له دې امله چې د يو شمېر اسلامي هېوادونو چارواکيو ورسره د مرستو کړې ژمنې پوره نه کړې، په غزني کې د تاريخي اثارو د بيارغونې چارې ټکنۍ شوې.

ده وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ٣٢ تاريخي آبداتو د جوړولو مسوول وو، چې تر دې مهاله يې ١٠ رغول شوي، پر پنځو يې کار روان دى او پر پاتې نورو به يې ژر کار پيل شي.

ده وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه  په غزني کې د کاليو، خوراکي توکيو او ځينې نور نندارتونونه هم په پام کې لري.

خو د حکومتي چارواکيو څرګندونې د جرګې غړيو ته د منلو وړ ونه ګرځېدې.

په ولسي جرګې کې د غزني د خلکو استازي عبدالقيوم سجادي وويل چې د اسلامي تمدن د مرکز لپاره د غزني چمتو کولو کار تر ډېره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دنده ده .

په پام کې وه، چې د ٢٠١٣ ميلادي کال تر اکتوبر مياشتې د اسلامي تمدن د مرکز په توګه د غزني د تيارۍ چارې پاى ته ورسيږي او هلته د اسلامي هېوادونو د کولتور د وزيرانو غونډه او نور مراسم جوړ شي .

د جرګې ځينو غړيو هم همدې موضوع ته په اشارې سره وويل چې په پاتې ١٥ مياشتو کې شونې نه ده ، چې په دې برخه کې پاتې ٨٠ سلنه چارې  بشپړې شي.

خو د غزني والي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزير وويل چې که د ماليې وزارت پيسې په واک کې ورکړي ، نو شونې ده ،چې تر ټاکلې نېټې غزنى د اسلامي تمدن د مرکز په توګه چمتو شي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه ، چې په دې اړه د ماليې وزارت له وياند سره خبرې وکړي، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د جرګې د نننۍ غونډې په پاى کې د جرګې د غړيو په غوښتنه او د ورغليو حکومتي چارواکيو په تاييد وويل چې د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون دنده لري، چې په غزني کې د پروژو د ځنډ لامل و ارزوي او مسوول چارواکي په ګوته کړي.

د جرګې ځينو غړيو بيا ويل ، چې مسوول چارواکي بايد څارنوالۍ ته وروپېژندل شي، چې د داسې لويې پروژې په عملي کولو کې يې بې غوري کړې ده.

Related Topics