کابل (پژواک١٤غبرګولى٩١): ولسي جرګې د يوې اعلاميې په ترڅ کې د ځينو ولايتونو په ښوونځيو کې د زده کوونکيو مسمومول وغندل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه ، چې عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.
له تېرې يوې مياشتې راهيسې په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونځيو د ناپېژاندو کسانو لخوا د زهري موادو په شيندلو سره شاوخوا ١٢٠٠ زده کوونکي مسموم شوي دي.
د زده کوونکيو د مسمومېدو پېښې تر ډېره په تخار ولايت کې رامنځته شوي ، چې نن بيا هم ٦٥ تنه زده کوونکي مسموم شوي وو.
ولسي جرګې نن د ښوونځيو د زده کوونکيو مسمومول وغندل او دا يې د افغانستان د خلکو د دښمنانو غير انساني او ويره اچوونکى کار وباله.
د ولسي جرګې په اعلاميه کې ، چې د جرګې غړي عبدالقيوم سجادي لخوا ولوستل شوه، د حکومت له امنيتي ارګانو، له پوهنې او عامې روغتيا وزارتونو وغوښتل شول، چې زده کوونکيو ته د تعليم مصوونه فضا رامنځته کړي.
په اعلاميه کې له حکومت څخه غوښتل شوي، چې ددې کار عاملين ونيسي او سخته سزا ورکړي.