لښکرګاه (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): د هلمند مسوولين وايي، چې بريتانوي سرتېري د سر په بيه له تښتوونکو يو پوليس ژغورلى دى.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د غبرګولي په ۱۵مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د ګرشك ولسوالۍ د نهرسراج په سيمه كې د عبدالولي په نوم د پوليسو د يوې پوستې مرستيال د دولت د مخالفينو له خوا تښتول شوى و.
هغه زياته کړه، چې په سيمه کې مېشتو بريتانوي ځواکونو د هغه د ژغورنې په موخه عمليات ترسره کړل.
احمدي وايي، چې د دغو عملياتو پر مهال د بريتانوي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې يو بريتانوى سرتېرى ووژل شو، خو تښتول شوى پوليس د تښتوونکو له بنده راخوشى کړاى شو.
د نوموړي په وينا، ايساف ځواكونو وروسته له هغه د ژغورنې عمليات ترسره کړل، چې په سيمه کې يې د تښتول شوي پوليس د شتون په اړه يې معلومات ترلاسه کړل.
وسلوالو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.