مزارشريف (پژواك ١٥ غبرګولى ۹۱): په بلخ پوهنتون كې د ((اسلام او د بشر حقوق)) تر سرليك لاندې په علمي كنفرانس كې وويل شول، چې د بشر د حقوقو پديده غربي نه بلكې اسلامي ده او په افغانستان كې تر ياد سرليك لاندې كړنې اسلامي موخې لري.
دغه كنفرانس، چې د غبرګولي په ۱۵مه په بلخ پوهنتون كې د شرعياتو او سياسي علومو د پوهنځي له خوا جوړ شوى، د دغه پوهنتون د استادانو او محصلينو سربېره په كې د يو شمېر دولتي او غير دولتي ادارو مسوولينو هم ونډه لرله.
د بلخ پوهنتون د شرعياتو پوهنځي رييس سلطان شاه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې په بلخ پوهنتون كې د اسلام او د بشر د حقوقو د تړاو په اړه د محصلينو او استادانو له خوا تحقيق شوى، چې نننۍ سيمينار د همدغه تحقيق پر بنسټ پر مخ ځي.
نوموړي زياته كړه، چې دوى د محصلينو د علمي سويې د ښه كېدو ترڅنګ د ياد سيمينار له لارې عامو خلكو ته پيغام رسول غواړي، چې د بشر د حقوقو كلمه غربي نه بلكې اسلامي ده.
د هغه په وينا، ځينې خلك فكر كوي، چې د بشر د حقوقو جوړ شوي دفترونه د اسلام خلاف كړنې ترسره كوي؛ خو په اصل كې داسې نه ده، همدا كړنې له اسلام سره هېڅ په ټكر كې نه دي، بلكې د اسلام د دين پيغام همدا دى، چې بشر بايد وپالل شي.
د شرعياتو پوهنځي رييس وويل: ((په قران كې ۱۳۶ځله د انسان، بشر او خلكو يادونه شوې ده، همداراز ۶۴ ځله پرته له دې چې پر مسلمان غږ وشي، يوازې په انسان غږ شوى دى.))
نوموړي زياته كړه، چې بشر او حقوق يې په اسلام كې خپل سپېڅلې مقام لري او دوى هڅه كوي، چې همدا مقام خپلو خلكو ته بيان كړي.
همداراز د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رييس نورالله محسني د ياد كنفرانس په اړه وويل، چې ډېرى هغه كليمې او چارې چې په تېره لسيزه كې ورسره افغانان بلد شوي داسې فكر كوي، چې دا به غربي پديدې وي.
نوموړي زياته كړه، چې د بشر حقوق له هرې ټولنې وړاندې په اسلامي ټولنه كې ډېر مراعات كېدونكي دي او بايد زموږ خلك په دې پوه شي.
د هغه په وينا، د ياد سيمينار له لارې به دوى هغو څېړنو ته لار پرانيزي چې محصلين به يې د اسلام او د بشر د حقوقو په تړاو كوي.
د شمال زون د بشر د حقونو د خپلواك كمېسيون مشر سيد محمد سامع چې په ياد سيمينار كې يې ګډون کړى و وويل، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دى، چې د بشر حقونه په كې په سمه توګه نه مراعاتېږي.
نوموړي زياته كړه، سربېره پر دې چې موږ په اسلامي ټولنه كې ژوند كوو، خو بيا هم افغانان د بشر د حقوقو له كلمي سره د پردۍ كليمې په توګه چلند كوي.
د هغه په وينا، ورته علمي كنفرانسونه به د اسلام او د بشر د حقوقو تر منځ ژور تړاو په ډاګه كړي او په هېواد كې به د بشر د حقوقو د ساتنې لامل وګرځي.
د شرعياتو پوهنځي د رييس په خبره، دا څلورم علمي كنفرانس دى، چې دوى يې تر سره كوي.