ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

author avatar
4 Jun 2012 - 13:42
د کابل د نن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ
author avatar
4 Jun 2012 - 13:42

کابل ښار (پژواک ١٥ غبرګولى ٩١): نن د کابل چاپ ډېرو ورځپاڼو په خپلو سرمقالو کې د افغانستان د مشرانو جرګې له خوا له امريکا سره د ستراتيژيک تړون د تاييد موضوع څېړلې، خو ځينو ورځپاڼو بيا په ٢٠١٣ کال کې د اسلامي تمدن او فرهنګ د پلازمېنې په توګه د غزني ښار د نه تيارېدو پر موضوع ګوت نيونه کړې ده.

د ارادې ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې د مشرانو جرګې له خوا له امريکا سره د ستراتيژيک تړون تاييد د مداخله ګرو ګاونډيانو پر خوله د رد يو ګوزار ګڼلى او په دې اند ده چې د کابل– واشنګتن ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو سند، يو ډېر مهم سند دى چې په تېرو څو کلونو کې ترسره شوى او لاسليک شوى دى.

د ارادې ورځپاڼه همدارنګه هغه اړتياوې څېړي چې له امريکا او نورو هېوادونو سره د ستراتيژيکو اړيکو د سندونو لاسليک ته شتون لري او په دې اند ده چې د دې ډول تړونونو لاسليک کولاى شي د ورځپاڼې په خبره، د افغانستان راتلونکې د سيمه ييزو او له سيمې ها خوا دښمنانو له ضرر څخه په امان کې وساتي.

دغه ورځپاڼه همدارنګه په دې اند ده، چې تر ولسي جرګې وروسته د مشرانو جرګې له خوا د ستراتيژيک تړون تاييد وښوده چې افغانانو د خپلو قسم خوړلو دښمنانو توطيې درک کړې او د ور ځپاڼې په خبره د دغه ولس واقعي دوستان او دښمنان يې پېژندلي دي.

د محور ورځپاڼه هم د مشرانو جرګې له خوا د ستراتيژيک تړون تاييد له خوش بينانه ليد لوري څخه ارزوي او د دودېزې لويې جرګې، ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا د دغه سند تاييد ته په اشارې سره په دې اند ده، چې په تېر يوه کال کې درې وارې د ولس استازو، ورته پرېکړې کړې دي.

د محور ورځپاڼې د سرمقالې ليکوال د خپلې ليکنې په دوام د دغه ستراتيژيک تړون د لومړي ځل لپاره مطرح کېدل او وروسته بيا د ملي شورا دواړو مجلسونو ته د هغې وړاندې کولو کړکېچنه پروسه يادوي او د ملي شورا په دواړو خونو کې د دغه سند د تاييد پرېکړې ته په اشارې سره په دې اند ده چې که له ولس څخه په هر ډول حالاتو کې نظر وغوښتل شي، ولس معقول او مناسب نظر ورکوي.

د هشت صبح ورځپاڼه هم ورته موضوع څېړي او په داسې حال کې چې د ستراتيژيک تړون د تاييد په اړه د مشرانو جرګې پرېکړه، يوه عاقلانه پرېکړه ګڼي،د دغه سند د ردېدو لپاره د ايران او د ورځپاڼې په خبره له طالبانو سره د يو لاسو کړيو، مخالفت او هڅو ته هم په دې اړه اشاره لري.

هشت صبح ورځپاڼه په دې باور ده، چې د مشرانو جرګې پرونۍ پرېکړې وښوده چې له طالبانو سره د هم فکره کړيو او همدارنګه د هغو کړيو چې له ايراني حکومت سره همغږي لري، هڅې ناکامې شوې او د ورځپاڼې په خبره د هېواد ملي شورا د هغه عمومي افکارو تر فشار لاندې چې د ګاونډيانو د مداخله ګرو سياستونو په اعتراض يې رنګ اخيستى و، د افغانستان او امريکا ستراتيژيک تړون ته د تاييد رايه ورکړه.

دا ورځپاڼه همدارنګه خپل هغه نظر چې د ولسي جرګې له خوايې د ستراتيژيک تړون د لاسليک پر وخت ليکلى و، بيا تکرار کړى، چې د افغانستان د ملي شورا په دواړو خونو کې د ستراتيژيک تړون تاييد، افغانستان د خپل بهرني سياست نوي پړاو ته ور دننه کړ.

همدارنګه د هېواد دولتي ورځپاڼه د خپلې نن ورځې په سرمقاله کې همدا موضوع څېړي او په دې اند ده چې مشرانو جرګې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نيونې سره، د افغانستان او امريکا ترمنځ ستراتيژيک تړون تاييد کړ.

د هېواد ورځپاڼه هغو ګواښونو ته هم پاملرنه کوي چې وايي، اټکل کېږي د ملي شورا په دواړو مجلسونو کې د دغه سند تر تصويب وروسته، د ځينو ګاونډيو هېوادونو او يا هم د دغه تړون د مخالفو کړيو له خوا د ملي شورا د غړو ژوند ته خطر متوجه شي او په دې اړه د زيات احتياط غوښتنه کوي.

خو چراغ ورځپاڼه بيا د پارلمان له لوري د ستراتيژيک سند د تاييد په اړه بېل نظر لري او په دې اند ده چې په ملي شورا کې د ستراتيژيک تړون د تاييد برياليتوب ته د زمينې جوړولو په موخه، څو مياشتې وړاندې هغه وخت نرمه جګړه پيل شوې وه چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې، يو شمېر رسنۍ د ايران او پاکستان کولتوري اجيرانې ګنلې وې.

د چراغ ورځپاڼې د سرمقالې د ليکوال په اند، په دغه تړون کې داسې ډېر څه وو چې بايد يا بدل شوي واى او يا هم له هغې سره مخالفت، د هېواد د استقلال او خپلواکۍ ملي او د ارزښتونو چوکاټ ښه کولاى شو خو د ورځپاڼې په خبره متاسفانه هم کاروان د خداى، خداى نارې وهي او هم غله.

دغه ورځپاڼه وړاندې بيا په دې اند ده، چې هم د ملي شورا استازي او هم هغو کسانو چې تر نورو يې اوچتې د خپلواکۍ، افغان دوستۍ او وطن دوستۍ نارې، د ورځپاڼې په خبره، که څه هم د نورو له مريو نه پورته کوي، په راتلونکو ورځو کې به له بېلابېلو ازمېيښتونو سره مخ شي او په هغه حال کې به د دوى خيانت او صداقت د خلکو او تاريخ په تله وتلل شي.

د ملي باور او ماندګار ورځپاڼو بيا نن د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي تمدن او کولتور د پلازمېنې لپاره د غزني ښار نه تيارېدل څېړي او هره ورځپاڼه له خپل ليد لوري دا موضوع ارزوي او د دغه کار د مسؤوليت پړه له خپل ليد لوري څخه بر بېلابېلو اشخاصو او ارګانونو غورځوي.

د ملي باور ورځپاڼه په دې اړه د ملامتۍ بار د اطلاعات او کولتور پر وزارت غورځوي او په دې اند ده چې دغه وزارت نه دى توانېدلى ترڅو په خپلو ورسپارل شوو دندو سم عمل وکړي او د ورځپاڼې په خبره افغان چارواکو چې په سر کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت راځي، د دغه ستر وياړ په راخپلولو کې هېڅ کار نه دى کړى.

خو د ماندګار ورځپاڼه چې پر دولت له ګوت نيوونکو رسنيو څخه شمېرل کېږي، د دې پېښې په اړه په ټوليزه توګه دولت او د هغې په سر کې ولسمشر کرزى ګرموي او په دې اند ده چې په تېرو څلورو کلونو کې کېداى شول چې غزني ښار له اوسني وضعيت څخه وژغورل شي او د هغې پر سر او مخ د لاس راکش کړي.

خو دا کار ونه شو او اوس هم ګومان نه کېږي هغه کمېسيون چې نوى د ښاغلي کرزي له خوا ټاکل شوى دى، وکولاى شي د دغه کار توان دې ولري.

 

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.