Language

مزارشريف (پژواك ١٦ غبرګولى ٩١ ) : د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ كې کډوالو او بې ځايه شويو سره د مرستې په لړ كې د بيارغونې په برخه كې ۹ پروژې بشپړې شوې.

 د دغه ولايت د کډوالو رييس عبدالصبور قادري د غبرګولي په ۱۶مه، د يادو پروژو د پرانيستې پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د کډوالو كمشنرۍ لخوا د ۹۰۰ زره امريكايي ډالرو  په  لګښت د تېر يوه كال په اوږدو كې پيل او بشپړې شوې.

 نوموړي زياته كړه، چې په يادو پروژو كې د کډوالو او بې ځايه شويو لپاره ۱۰۲ د سرپناه ځايونه ، پر ۵كيلومتره سړك جغل اچونه، د ښوونځي اته خونيزه ودانۍ، د څښاك د اوبو يوه ژوره څاه او دوه زېرمې، روغتيايي خدمتونه او د كليوالي غونډو لپاره يو مركز شامل دى.

 د دغو پروژو په ترڅ كې د وړۍ اوبدنې په برخه كې ۴۰۰ مېرمنې هم روزل شوې دي، چې اوس د همدې هنر له لارې خپلې ورځنۍ ستونزې حلوي.

 همداراز د يادو پروژ په لړ كې وخت په وخت د سيمې اړو كورنيو او نويو بې ځايه شويو خلكو سره ژمنۍ مرستې هم شوې دي.

 قادري وويل، چې يادې پروژې په سيمه كې د نږدې ۵۰۰ كورنيو بېلابېلې ستونزې حلوي.

 د شولګر ولسوالۍ د مهاجر قشلاق كلي اوسېدونكي امين الله پژواك ته وويل، چې له تېر  يوه كال څخه په دغه سيمه كې اباد شوي دي.

 نوموړي خوښي وښوده،چې د همدې يوه كال په موده كې يې د نورو ستونزو د حل تر څنګ سرپناه هم ورته جوړه كړې ده.

 په شمال كې د ملګرو ملتونو د مهاجرينو د كمشنرۍ د ساحوي دفتر وياند فهيم همدرد پژواك ته وويل، چې دوى په سيمه كې د نويو مهاجرينو او له بې ځايه شويو كورنيو سره مرسته كوي.

 نوموړي زياته كړه، چې په تېر كال كې يې هم له مهاجرينو سره د ۱۰۴ سرپناوو د جوړېدو او د بېلابېلو ورځنيو ستونزو په حل كې مرسته كړې ده.

Related Topics