لښكرګاه (پژوك ١٦ غبرګولى ٩١): په هلمند كې د يوې عربي كمپنۍ له خوا د پنځو زرو کورونو درلودونکى ښارګوټى جوړېږي، چې په معياري ډول به د ژوند کولو ټولې اسانتياوې ولري.
په دې اړه نن (د غبرګولي ۱۶مه) د هلمند په مرکز لښکرګاه كې د يو شمېر سوداګرو او دولتي چارواكو ترڅنګ، په متحده عربي اماراتو كې د افغانستان پخوانى سفير راشدالدين محمدي هم برخه اخيستې وه، چې اوس مهال يې د يادې عربي كمپنۍ استازيتوب كاوه.
راشدالدين محمدي په خپلو خبرو كې وويل، چې دغه عربي کمپنۍ الوطنيه ساختماني شركت نومېږي، چې مركز يې د اماراتو په پلازمېنه ابوظبۍ کې دى او تر اوسه يې لسګونه دغه ډول ښارګوټي د اماراتو ترڅنګ په نورو هېوادونو كې هم جوړ كړي دي.
د هغه په وينا، د ياد ښارګوټي لپاره ښوونځى، روغتون، پوهنتون او نورې ټولې اسانتياوې په پام كې نيول شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه كمپنۍ په افغانستان كې د يوه ښارګوټي پلان درلوده، چې د هېواد د زياتو ولايتونو د خلكو او واليانو له خوا يې د جوړېدو غوښتنه وشوه، خو د هلمند د والي محمد ګلاب منګل په ډېر ټينګار يې لومړيتوب هلمند ته وركړ.
محمدي وويل: ((دا يو نمونه يي ښارګوټى دى، چې په جوړېدو سره به يې له يوې خوا د سيمې بڼه بدله شي او له بل پلوه به ډېر شتمن كسان په ښارګوټي كې پانګونه وكړي.))
د هلمند والي محمدګلاب منګل هم په خپلو خبرو كې وويل، چې يو له سترو ارمانونو څخه يې دا و، چې په هلمند كې د امنيت له ښه كېدو سره سم يو دغه ډول ښارګوټى جوړ شي، چې خلكو ته په كې د هوسا ژوند زمينه برابره شي.
د هغه په وينا، په دغه ښارګوټي كې به پنځه زره كورونه په ډېر عصري او معياري ډول جوړ شي، چې شاوخوا د ٣٠ زره تنو د اوسېدو وړتيا به ولري.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ښارګوټى له لښكرګاه ښار څخه په شاوخوا ٢٥ كيلومتره لرې واټن كې جوړېږي.
د همدې كمپنۍ يوه انجنير الياس پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ښارګوټى به په ډېره پراخه سيمه كې جوړ شي، هر كور به يې په دوو پوړونو كې جوړيږي، چې د درېيو او پنځو د اوسېدا د خونو او نور د اړتيا وړ ملحقاتو درلودونکى به وي.
د ده په خبره، ياد ښارګوټى به د احاطې دېوال هم ولري او د پوهنتون، روغتون، ښوونځيو، د لوبو او تفريحي ځايونو ترڅنګ به د پوليسو ماموريت، لوى جومات، پاخه سړكونه، دوکانونه او د تېلو پمپونه هم ورته جوړ شي.
نوموړي زياته كړه، چې د دغه ښارګوټي لپاره لسګونو نورو كمپنيو او ساختماني شرکتونو سر له اوسه پانګونه کړې، چې تر راتلونكو شپږو مياشتو پورې به يې كار پيل او په درېيو كلونو كې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.
د يادونې ده، د دغه ښارګوټي د ټاكلي ځاى، د كورنو د بيې او د ټول لګښت په اړه يې مسوولينو معلومات ورنه كړل.