کابل(پژواک١٨ غبرګولى٩١): په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازى او د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر تور ولګاوه، چې په حکومت کې ځينو خاصو لوړو مراجعو پر ده د بريد پلان جوړ کړى و.
تېره شپه شاوخوا ١١ بجې په داسې مهال په باميانو کې د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند پر دفتر وسلوال بريد وشو ،چې ددې ګوند مشر حاجي محمدمحقق د ګوند له يو شمېر نورو غړيو سره پر خبرو بوخت وو.
محقق نن د غبرګولي په ١٨مه په کابل کې له خبريالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د حکومت په لوړپوړو امنيتي کړيو کې دا تصميم نيول شوى و.
هغه په دې اړه کوم اسناد وړاندې نه کړل او نه يې په ډاګه د حکومت په امنيتي ارګانونو کې د چا نوم ياد کړ ، خو زياته يې کړه:(( البته چې حکومت د فشار الې لري، موږ د موضوع جزييات نشو موندلى او ښايي پيدا يې هم نشو کړى. انسان خپل خداى د عقل په وسيله پېژني، کله چې يو څوک د شهيد د نمانځنې لپاره ځي… خلک ورته ښه راغلاست ووايي، نو نور څوک دي ، چې حمله وکړي. ))
محقق وويل دا چې په باميانو کې د امنيت له پلوه د حکومت او بهرنيانو پروړاندې کوم مقاومت نشته، نو پر دوى داشان بريد ښيي، چې”حکومت په دې قضيه کې لاس لري.”
محقق چې د حکومت د اپوزسيون ملي جبهې د مشرتابه پلاوي غړى هم دى، وايي چې په دې وروستيو کې دې جبهې لخوا په ځينو ولايتونو کې په پراخه کچه د غونډو رابللو سره حکومت پر دوى خپل فشار ډېر کړى دى.
نوموړي همداراز په رسنيو کې هغه خپاره شوي راپورونه، چې ګواکې ګوند يې د افغانستان تجزيه او يا هم په هېواد کې د فدرالي نظام رامنځته کول غواړي تبليغات او تور وباله.
خو ده تېره ورځ په باميانو کې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال په هېواد کې د ستونزو او دښمنيو د پاى يواځېنۍ لاره د غير متمرکز نظام رامنځته کېدل بللى و.
د تېر کال په وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي پخواني مرستيال احمد ضياء مسعود، د جنبش د ډلې مشر عبدالرشيد دوستم او د حزب وحدت د ګوند مشر محمد محقق په برلين کې له ځينو امريکايي سناتورانو سره ناسته وکړه ، چې ويل کېدل په افغانستان کې د فدرالي نظام د رامنځته کولو هڅې يې کولې .