کابل(پژواک١٨غبرګولى٩١): د وردګو په جلريز ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د غړي حاجي محمد محقق د موټرو پر کاروان طالبانو بريد کړى چې له امله يې د کاروان يو ساتونکى برسېرن ټپي شوى دى.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک ته وويل چې پېښه نن ماښام شاوخوا ٧ بجې رامنځته شوه خو زياته يې کړه چې پخپله حاجي محمد محقق له کاروان سره ملګرى نه وو.
نوموړى څو ورځې وړاندې د دولت د مخالفې ډلې ملي جبهې له يو شمېر نورو غړيو سره باميان ته تللى وو.
شاهد وويل چې د محقق کاروان ته طالبانو کمين نيولى وو، خو زياتوي چې سيمې ته د پوليسو او ملي اردو په ور رسېدو سره طالبانو سيمه پرېښوده.
دده په وينا د کاروان پر يوه کروزين موټر يې د سرک د غاړى ماين الوزلى دى، چې يو څه زيانمن شوى او په سيمه کې پاتې دى
د يادونې وړ ده چې تېره شپه هم داسې مهال په باميانو کې د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند پر دفتر وسلوال بريد وشو چې ددې ګوند مشر حاجي محمدمحقق د ګوند له يو شمېر نورو غړيو سره پر خبرو بوخت وو.
محقق نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې په حکومت کې پر ځينو کړيو د ياد بريدد پلان تور پورې کړ، خو نومونه يې ياد نکړل.