کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامدکرزي د شانګهاى سازمان په غونډه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ،چې د امريکا په ګډون له هر هېواد سره د افغانستان ستراتېژيک سندونه د ايران پر خلاف نه دي.
د شانګهاى سازمان دوه ورځنۍ غونډه وړمه ورځ د چين په پلازمېنه بيجينګ کې پيل شوه، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزى هم له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره پکې ګډون درلود.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامدکرزي د پنجشنبې په ورځ د ايران له ولسمشر محمود احمدي نژاد سره د بجينګ په ښار کې وکتل.
د سرچينې په وينا، حامدکرزي په دغه کتنه کې وويل، چې د امريکا په ګډون د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره د افغانستان لخوا د ستراتيژيکو همکاريو د سندونو لاسليک په هېڅ ډول د ايران پر خلاف نه دي.
د کرزي په خبره، افغانستان به هم د دې اجازه چاته ورنه کړي، چې خاوره يې د بل هېواد پرخلاف وکارول شي.
ولسمشر وويل: ((هيله لرم هغه سوء تفاهم چې له دې اړخه ايران ته پيدا شوى ، ډېر ژر لرې شي او په دې اړه اندېښنه ونه کړي.))
د هغه په وينا، افغانستان ځينې ستونزې او اړتياوې لري او د همدغو اړتياوو له مخې يې د نړۍ له يو شمېر هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه لاسليک کړي دي.
په ياده کتنه کې د ايران ولسمشر محمود احمدي نژاد وويل، چې دوى د افغانستان شرايط او حالات درک کوي او د دغه هېواد پرمختګ يې هيله ده.
په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو همکاريو او په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړې.
احمدي نژاد په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هوارۍ په برخه کې د همکارۍ ژمنه وکړه، خو زياته يې کړه، د دې لپاره چې افغان کډوالو ته لازمې اسانتياوې برابرې شي، لازمه ده چې د افغان حکومت لخوا ورته پاسپورټونه ورکړل شي.
د يادونې ده ،چې د شانګهاى د همکاريو د سازمان د مشرانو غونډه هرکال د دغه سازمان په يوه غړي هېواد کې جوړيږي ،چې سږ کال د چين په پلازمېنه بيجنګ کې جوړه شوه او په راتلونکي کال کې به په قرغزستان کې جوړه شي .