محمود راقي (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): د کاپيسا اوسېدونکي او طالبان وايي، چې له اله ساى ولسوالۍ څخه يې بهرني وسلوال طالبان شړلي دي.
د اله ساى د اوسېدونکو او سيمه ييزو وسلوالو طالبانو په وينا، د کاپيسا ولايت له اله ساى ولسوالۍ څخه له تېرو لسو ورځو راهيسې بهرني وسلوال طالبان وتلي دي.
د اله ساي ولسوالۍ يوه اوسېدونکي ملک لعل پاچا د غبرګولي په ١٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د بهرنيو وسلوالو له شتون څخه خورا په تکليف شوي وو او د کليو په منځ کې به يې پرامنيتي ځواکونو بريدونه کول.
د هغه په وينا، له تېر ژمي راهيسې د دوى په ولسوالۍ کې بهرني وسلوال طالبان ډېر شوي وو او اوس د قومي پرېکړې له مخې، هغوى وتلو ته اړ وېستل شول.
نوموړي زياته کړه: ((له ژمي راهيسې د بهرنيو طالبانو او امنيتي ځواکونو په جګړو کې زموږ خلک تباه شول، ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، کورونه مو روان شول، څاروي مو مړه شول، ډېر ترې په عذاب وو.))
د لعل پاچا په خبره، دوى پر ځايي وسلوالو طالبانو ومنله، چې بهرني طالبان به له سيمې څخه شړي او اوس هېڅ بهرنى طالب په اله ساى کې نشته.
د شامحمود په نوم د اله ساى د علاقه دارۍ سيمې اوسيدونکي هم پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د دوى په سيمه کې بهرني طالبان نه ښکاري.
د هغه په وينا، پخوا به ډېر وخت د اله ساى ولسوالۍ په بازار کې د افغان امنيتي ځواکونو او بهرنيو وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته کېدې، چې قربانيان به يې ډېرى ملکي وګړي وو.
نوموړي زياته کړه: ((اخر موږ د طالبانو او ملي اردو تر منځ د څو ورځو لپاره اوربند وکړ او د سيمې طالبانو ته مو وويل، چې موږ غريب خلک يو، تاسو ولې د نورو هېوادونو طالبان راوستي او زموږ ډوډۍ پرې خورئ.))
د ده په خبره، سيمه ييزو طالبانو ورسره ومنله، چې بهرني وسلوال به له دغې سيمې څخه شړي، خو په وينا يې اوس هم د سيمه ييزو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ وخت ناوخت نښتې رامنځ ته کېږي.
د يادې ولسوالۍ يوه قومي مشر د نوم ښودلو په شرط پژواک اژانس ته وويل، چې لس ورځې مخکې په اله ساى کې ډېرې نښتې کېدې، خو اوس امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
د ده په خبره، بهرنيو وسلوالو طالبانو به په زور له دوى څخه ډوډۍ غوښتې او دوى ترې سخت په تکليف شوي وو.
نوموړي زياته کړه، چې له دې سره سره هر وخت به يې د سيمې د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخيسته او پر امنيتي ځواکونو به يې ډزې کولې، چې په ځوابي ډزو کې به زيان ملکي خلکو ته رسېده.
په سيمه کې د شاهين ساپي په نوم د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان هم مني، چې د سيمې د خلکو په غوښتنه يې له دغې ولسوالۍ څخه بهرني طالبان شړلي دي.
د هغه په وينا، دوى د خلکو په غوښتنه د بهرنيو هېوادونو او د افغانستان د نورو ولايتونو وسلوال طالبان وېستلي دي او دوى په خپله په اله ساى کې غښتلي دي.
د اله ساى ولسوال انجنير ملامحمد هم مني، چې اوس په دغه ولسوالۍ کې بهرني وسلوال طالبان نشته.
د هغه په وينا، بهرنيو وسلوالو په سيمه کې وېره رامنځ ته کړې وه او په نه خبره به يې عام خلک د جاسوسۍ او له دولت سره د همکارۍ په تور وژل.
نوموړي زياته کړه، چې دا مهال د يوې قومي پرېکړې له مخې بهرني وسلوال طالبان شړل شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې پخوا د سيمې چارواکو او اوسيدونکو ويل، چې دغې ولسوالۍ ته د پاکستان، چيچينا، ازبکستان، بلوچستان او عربي هېوادونو وسلوال راغلي وو.