Language

وسلوالو طالبانو د سره صليب خدمتونه وستايل

کابل (پژواک ١٩ غبرګولى ٩١): وسلوالو طالبانو په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې خيريه موسسه، يوه بې پلوه خيريه ټولنه ياده کړې  او ددې موسسې خدمتونه يې د قدر وړ بللي دي.

وسلوالو طالبانو نن پژواک خبري اژانس په رالېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې له تېرو شپېتو کلونو راهيسې د سره صليب نړيواله موسسه په افغانستان کې فعاليت کوي او د جهاد له کلونو راهيسې يې تراوسه د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي دي.

د سرچينې په وينا، وسلوال طالبان د خپلې تګلارې له مخې، له هرې موسسې سره چې د عامو افغانانو په ګټه وي مرسته کوي او کارونه يې ستايي، خو دا موسسې بايد د افغان دولت نړيوالو ځواکونو ملاتړ ونکړي.

خبرپاڼه کاږي، چې يادې خيريه موسسې له کمونېستي رژيمونو سره د جهاد په وخت کې له ټپيانو سره د لومړنيو مرستو څخه نېولو تر روغتونونو پورې مرستې او درملنې يې کړي دي.

سرچينه وايي، چې د دغې موسسې د کارکوونکو وژل او ځورول چې د هر چا لخوا کېږي، دوى يې په کلکه غندي او دا موسسه يواځې د مظلوم او بېوزله انسانانو لپاره کار کوي.

په دغه خبرپاڼه کې، وسلوالو طالبانو په اوس وخت د سره صليب لخوا له دوى سره د مرستو په اړه څه نه دي ويلي.

وسلوالو طالبانو د سره صليب له نړيوالې موسسې څخه غوښتي، چې له افغان دولت او بهرنيو ځواکونو د دوى د بنديانو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوى له بنديانو سره په يادو زندانونو کې د نړيوالو قوانينو خلاف چلند کېږي او بايد د سره صليب موسسه ورسره په دغه برخه کې مرسته وکړي.