ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جان آلن: ناټو نور د استوګنې پر سيمو بمبار نه کوي

کابل(پژواک٢٠غبرګولى٩١): په افغانستان کې ناټو ځواکونو عمومي قوماندان کلکه ژمنه کړې چې وروسته له دې به د ناټو ځواکونه د استوګنې پر سيمو او د خلکو پر کورونو هوايي بمبارۍ نه کوي.

د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جان آلن دغه ژمنه کوي چې ناټو ځواکونو تېره چهارشنبې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ او د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٨عام وګړي ووژل.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا پژواک خبري اژانس په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر کرزي نن د د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جان آلن او په کابل کې د امريکا سفير راين کراکر د ارګ ماڼۍ ته ورغوښتي وو، ترڅو د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د پېښې په اړه د دولتي هيئت راپور ورته وړاندې شي.

خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر کرزي د ناټو عمومي قوماندان جان الن او د امريکا سفير ته وويل چې د ستراتيژيکو همکاريو د تړون تر لاسليک کېدو وروسته دا څووم ځل دي چې د عامو افغانانو پر کليو او کورونو بمبارۍ کېږي او په ترڅ کې يې ملکي خلکو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون مرګ ژوبله اوړي.

خبرپاڼه د ولسمشر په خبره زياتوي چې دا ډول عمليات د ستراتيژيکو همکاريو د هوکړه ليک د متن او روحيې سره مخالف عمل دي او افغانستان يې بندېدل غواړي، ځکه چې افغانانو له امريکا سره ستراتيژيک تړون په دې شرط او په دې اميد قبول کړ چې نور به يې کور او کلي امن وي.

سرچينه ليکي چې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان له ولسمشر کرزي څخه په لوګر کې د بمبارۍ او ملکي خلکو له وژنې بښنه وغوښته او کلکه ژمنه يې وکړه چې وروسته له دې به هېڅکله ناټو ځواکونه د استوګنې پر سيمو او د خلکو پر کورونو هوايي بمبارۍ نه کوي.

د ولسمشر کرزي وياند ايمل فيضي نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې افغانستان ،د بهرنيو ځواکونو لخوا د خپلسرو عملياتو او ملکي وژنو دوام د دغه هېواد پر خاورې  تېرى بولي  

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال د ولسي وګړيو وژل کېدل ، د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې لخوا چاپې هغه څه دي، چې د افغانستان او امريکا اړيکې يې پر سر ترېنګلې شوي او افغان حکومت يې په وار وار د بندولو غوښتنه کړې ده.

څه موده مخکې د افغانستان حکومت او امريکا ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې افغان ځواکونه د ټولو عملياتو مشري کوي او يواځې د غوښتنې په صورت کې يې بهرني ځواکونه مرسته کولى شي.

ولسمشر حامد کرزي هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د خپلسرو عملياتو بندول، له  امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون د لاسليک له مهمو شرطونو بللى و .

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.