کابل(پژواک٢٠غبرګولى٩١): افغانستان ،د بهرنيو ځواکونو لخوا د خپلسرو عملياتو او ملکي وژنو دوام د دغه هېواد پر خاورې تېرى بولي او د وروستي ځل لپاره د امريکا له متحده ايالتونو يې د بندولو غوښتنه کوي.
دغه څرګندونې د ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي نن(د غبرګولي په ٢٠مه) کابل کې په هغه خبري ناسته کې وکړې، چې لوګر ته د ملکي تلفاتو د څېړلو په موخه د لېږل شوي دولتي پلاوي د څېړنو په اړه يې رسنيو ته معلومات ورکول.
ناټو ځواکونو تېره چهارشنبې (د غبرګولي ١٧مه) د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ د سجاونډ په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د فيضي په وينا، د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٨عام وګړي وژل شوي دي.
د ولسمشر وياند وويل ،چې سيمې ته لېږل شوي دولتي پلاوي نن په يوې ځانګړې ناسته کې ،چې د امنيتي ارګانونو لوړپوړي چارواکي او د قربانيانو د کورنيو غړي هم حاضر وو، ولسمشر حامد کرزي ته د پېښې په اړه د خپلو څېړنو جزييات وړاندې کړل.
فيضي وويل ، چې افغان او امريکايي ځواکونه د ځينو راپورونو پر بنسټ يادې سيمې ته د عملياتو په موخه تللي وو، چې له يوه کور څخه پر ګډو ځواکونو بريد وشو.
ده زياته کړه،چې د پېښې څېړلو لپاره سيمې ته د لېږل شوي دولتي پلاوي معلومات ښيي، چې امريکايي ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو له مشورې پرته په يواځې سر د هوايي بريد پرېکړه کړې ده.
دده په وينا ، هغه کور چې د امريکايي هوايي ځواکونو لخوا پرې بريد شوى دى، له بريد څخه وړاندې په پوره توګه د افغان ځواکونو لخوا محاصره وو او بريد کوونکيو د تښتېدو کومه لار نه لرله.
نوموړي زياته کړه: ((پر کوم کور چې بمبارد شوى په پوره توګه د افغان ځواکونو په محاصره کې وو، که پر افغان او امريکايي ځواکونو بريد هم شوى دى، افغان امنيتي ځواکونو کولى شواى ،چې انتظار وکړي او بالاخره عمليات په برياليتوب ترسره کړي، خو له بده مرغه دغه کار نه دى شوى، يوه اړخيزه پرېکړه شوې ده، بهرنيو ځواکونو پر هوايي بريد لاس پورې کړى.))
فيضي وويل ، چې که امريکايي ځواکونو لږ هم له صبر او زغم څخه کار اخيستى واى، نود ملکي تلفاتو به په پوره توګه مخنيوى شوى واى.
د ولسمشر د وياند په خبره ، چې په نننۍ ځانکړې ناسته کې پرېکړه وشوه ، چې د افغانستان حکومت د امريکا د متحده ايالتونو له حکومت څخه يو ځل بيا غواړي ، چې د ملکي تلفاتو ، خپلسريو او يو اړخيزه عملياتو د مخنيوي جدي پرېکړه وکړي.
که له دې وروسته بمبار او ملکي تلفات دوام ومومي او يو اړخيز پوځي عمليات ترسره شي، دا به د افغانستان پر خاورې د تېري په مانا وي.
ده وويل ، چې ملکي تلفات او خپلسري عمليات هغه څه وو، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د حکومت او امريکا ترمنځ د اړيکو دترينګلتيا لامل شوي وو .
فيضي د افغانستان او امريکا ترمنځ د عملياتو د افغاني کېدو، افغان لوري ته د بهرنيو زندانونو د چارو د سپارلو او همداراز د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د هوکړه ليکونو لاسليک ته په اشارې سره وويل، چې په لاسليک سره يې افغانستان له امريکا سره د اړيکو د نوي فصل دپرانېستل کېدو تمه لرله.
ده زياته کړه: ((يو فصل چې په دې سند کې يې ذکر هم شوى دى، د افغانستا او امريکا ترمنځ پرانېستل شي، هغه څه چې دتېرو کلونو په اوږدو کې تکرار شوي او يا موجود وو، ورته د پاى ټکى کېښودل شي. وروسته له دې د افغانستان اساسي قانون او ملي حاکميت ته په ټوله معنا د خارجي ځواکونو لخوا احترام وشي.))
د ولسمشر وياندوايي ،چې که داسې ونه شي ، نو د بهرنيو ځواکونو لخوا خپلسري عمليات او د ملکي تلفاتو اړول به د افغانستان او امريکا ترمنځ د وروستيو شويو فيصلو او د ستراتيژيکو همکاريو په ګډون د لاسليک شويو هوکړه ليکونو پر خلاف وي.
څه موده مخکې د افغانستان حکومت او امريکا ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شو، چې له مخې به يې افغان ځواکونه د ټولو عملياتو مشري کوي او يواځې د غوښتنې په صورت کې يې بهرني ځواکونه مرسته کولى شي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لخوا د عملياتو پرمهال د ولسي وګړيو وژل کېدل ، د کورونو خپلسرې پلټنې او د شپې لخوا چاپې هغه څه دي، چې د افغانستان او امريکا اړيکې يې پر سر ترېنګلې شوي او افغان حکومت يې په وار وار د بندولو غوښتنه کړې ده.
ولسمشر حامد کرزي هم د بهرنيو ځواکونو لخوا د خپلسرو عملياتو بندول، له امريکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون د لاسليک له مهمو شرطونو بللى و .