Language

پر کونړ د پاکستان لخوا په توغندويي بريد کې څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

اسعد اباد( پژواکدغبرګولي ٢٠ مه  ٩١): دکونړولايت  پر خاص کونړ ولسوالى د پاکستان له لوري په توغندويي بريد کې يوتن وژل شوى اودرې نور تنه ټپيان دي .

 دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري ا ژانس ته وويل، چې نن سهار پر خاص کونړ ولسوالۍ د پاکستان له لوري  ٢٥توغندي ويشتل شوي دي .

نوموړي زياته کړه ، چې  ددغه بريدله امله يوتن وژل شوى اودرې نورټپيان دي .

  وحيدي وايي ، چې ددوى پلټنو داجوته کړې ، چې دغه توغندويي بريدونه د پاکستانيو ځواکونو له مرکزونو څخه د افغانستان پر خاوره ترسره کيږي.

 د والي په خبره، چې اوس د خاص کونړ ځنګل ته دډيورند کرښې له هغې غاړې اور هم اچول شوى ، چې د وژلو جدي هڅې يې روانې دي  او په دې برخه کې  له ايساف څخه هم  د مرستې غوښتنه شوې ده .

دوه ورځې مخکې  هم د پولې له هغې غاړې د کونړ ولايت پر دانګام او خاص کونړ ولسواليو توغندي توغول شوي او خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي وو.

د يادونې ده،چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيک سند په يوه ماده کې راغلي، چې امريکا به د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع کوي.

Related Topics