اسعداباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): دکونړ په دانګام ولسوالۍ د ډيورند کرښې له پورې غاړې دتوغنديي بريدونو له امله د دې ولسوالۍ ځينې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د کونړ د پوهنې رييس سيدجمال الدين حسني د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ډيورند کرښې له هغې غاړې د توغندويي بريدونو له امله له تېرې يوې مياشتې راهيسې په سرحدي سيمو زوړ بره ول، شينکى او سور کمر سيمو کې درې ښوونځي ،چې يو يې د نجونو دى، د لنډ وخت لپاره د زده کوونکو پر مخ تړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د ښوونځيو د بندېدو له امله ددغو سيمو شاوخوا زر زده کوونکي له زده کړو ګرځول شوي دي.
نوموړى وايي، چې د دې ستونزې د حل لپاره يې په يادو سيمو کې، چې خلک کډوال شوي د پوهنې مسوولينو ته لارښونه شوې چې کډوالو ماشومانو ته د زده کړې اسانتياوې په خپلو ښوونځيو کې چمتو کړي.
د دانګام ولسوالۍ يو اوسېدونکى زمان خان وايي، چې له تېرې يوې مياشتې څخه د پاکستان له لوري د دوى کورونه ويشتل کېږي ، چې له امله يې سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې هم دي.
هغه پژواک ته وويل: ((زموږ ښوونځي،کارونه او د غنمو فصلونه هر څه پاتې دي، موږ له ډېرو مشکلاتو سره مخ يو، له موږ سره دې دولت د خوراکي توکو مرسته وکړي او د پاکستان د بريدونو مخه دې ونيسي.))
دکونړ په دانګام ولسوالۍ له تېرې يوې مياشتې د ډيورند کرښې له هغې غاړې توغنديي بريدونه کېږي چې له امله يې سلګونه کورنۍ د کورونو پرېښودو ته اړې شوې او يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
خلک د دې بريدونو د مخنيوي لپاره يې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې مرستو ته سترګې په لاره دي، خو تر اوسه په دې برخه کې د افغان دولت له خوا کوم غبرګون نه دى ښودل شوى.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو سيمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ښوونځي تړل شوي، چې له امله يې زرګونه ماشومان او ځوانان له زده کړو پاتې شوي دي.
وسلوالو طالبانو نن د ايساف د هوايي بمبار په غبرګون کې، چې په ترڅ کې يې ١٨ عام وګړي وژل شوي وو، د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې ښوونځي وتړل.