غزني ښار (پژواک ۲۲ غبرګولى ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني د سولې د عالي شورا رييس او د ده يک ولسوال له يوې چاودنې روغ وتلى، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند سباوون د غبرګولي په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن د غزني ښار اړوند د کلا جوز په سيمه کې د ده يک ولسوال او د غزني د سولې شورا رييس فضل احمد ټولواک د سړک غاړې له ماين چاودنې روغ ووت، خو دوه ساتونکي يې ټپيان شول.
د هغه په وينا، ياد ولسوال له ده يک ولسوالۍ څخه د غزني ښار ته په لاره و، چې پر موټر يې د سړک غاړې پر خښ شوي ماين ور برابر شو.
نوموړي زياته کړه، چې د ولسوال موټر هم په دغې پېښه کې يو څه ويجاړ شوى او ټپي پوليس د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د کلا جوز سيمې يوه اوسېدونکي رحمت الله هم پژواک اژانس ته وويل: ((موږ په دوکان کې ناست وو، چې ناڅاپي درز شو، وروسته مو وليدل چې له يوه رينجر موټر څخه لوګي پورته کېدل.))
د ده په خبره. يواځې يو تن يې وليد چې ټپي شوى و او بل موټر ته يې پورته کړ.
د هغه په وينا، سيمه پوليسو کلابنده کړې وه او څوک يې نه پرېښودل چې نږدې ورشي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.