Language

د هلمندکروندګر د خپلو حاصلاتو د پلور لپاره بازار او سړې خونې غواړي

لښكرګاه (پژواك ۲٢ غبرګولى ۹۱): د هلمند د يو شمېر کروندګر او بڼوال وايي، چې د خپلو مېوو او محصولاتو د پلورلو لپاره مناسب ماركېټ  نه لري او دولت بايد د دغه کار لپاره دوى ته سړې خونې جوړې کړي.

د هلمند ولايت د ناوې ولسوالۍ د نيګارې سيمې اوسېدونكي پژواك اژانس ته وويل، چې هر كال د خپلو هندواڼو او خټكيو په کر او ساتلو باندې ډېر لګښت کوي، خو د بازار لپاره يې امكانات نشته، چې له همدې امله يې د سيمې كروندګر د ګټې پر ځاى زيان كوي.

د هغه په وينا، كه چېرې دولت ورته د مېوو د ساتنې لپاره مناسب ځايونه (سړې خونې) جوړې كړې، نو حاصلات به يې په ښه بيه وپلورل شي.

د لښكرګاه اړوند د بست كلا سيمې اوسېدونكي ګلالي هم پژواك اژانس ته وويل، چې له پاكستان څخه مېوې وختي رارسېږي او په لوړه بيه پلورل کېږي.

د هغه په وينا، د دوى پالېزونه او باغونه چې حاصل ته ورسېږي، نو بيا د مېوو بيه ډېره لوېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه كې يې په زياته اندازه د انګورو باغونه، د هندواڼو او خټكيو پالېزونه كېږي، خو خلکو او کروندګرو يې تر اوسه د پام وړ ګټه نه ده ليدلې.

د ګلالي په خبره، د ټول هلمند مېوې يو ځاى حاصل وركوي او له همدې امله د مېوو بيه راښکته شي او دوى ته دومره ګټه نه کوي.

د ده په وينا، كه دولت ورته د مېوو لپاره سړې خونې جوړې كړې، نه يواځې لښكرګاه ته به ټول كال د خپلې سيمې مېوې وركړي، بلكې د هېواد په كچه دوى كولاى شي چې مېوې برابرې كړي.

په دې اړه د هلمند د كرنې رييس انجنير عبدالله احمدزي له پژواك اژانس سره په خبرو كې د يادو كروندګرو او بڼوالو ستونزې پر ځاى وبللې او زياته يې كړه، چې د دغو ستونزو د هوارېدو لپاره له ډېر وخته لاس په كار شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې دوى دا مهال په ګرشك ولسوالۍ او لښكرګاه ښار كې د تازه مېوو د محصولاتو لپاره د جوسو فابريكې جوړوي.

د هغه په وينا، دغه راز په ګرشك ولسوالۍ كې د وچو مېوو د پروسس لپاره د فابرېكې د جوړيدو چارې هم تر ډېره ترسره شوې، چې د دغه كار له بشپړېدو سره به د ګروندګرو او بڼوالو ډېرۍ ستونزې هوارې شي.

نوموړي زياته كړه، چې همدا اوس په لښكرګاه ښار، ګرشك او مارجه ولسواليو كې د سړو خونو پر جوړېدو هم كار روان دى.

انجنير عبدالله وايي: ((هلمند يو پراخ كرنيز ولايت دى، كه چېرې پوره پاملرنه ورته وشي او په دې برخه كې بنسټيزې پروژې جوړې شي، د هېواد په كچه به د غلو دانو ترڅنګ د ماركېټونو د مېوو ټولې اړتياوې پوره كړي.))

بلخوا د هلمند د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې رياست مالي مدير عتيق الله صاحبزى وايي، چې دوى ته هر كال يو ميليون ډالره د خپل وزارت له خوا ورکول كېږي، تر څو کروندګرو ته پرې  اصلاح شوي تخمونو، كيمياوي سره واخلي.

د هغه په وينا، كه چېرې كروندګر وغواړي، دوى به يادې پيسې د سړو خونو په جوړولو ولګوي.

نوموړي زياته کړه، كروندګرو تر اوسه له دوى څخه غوښتنه نه ده كړې، چې په كومه برخه كې دوى اړتيا لري، تر څو يې د ستونزو په هوارۍ كې ورسره مرسته وكړي.