Language

د کرکټ اسيايي سياليو ته د ١٩ کلنو ملي لوبډله اعلان شوه

کابل (پژواک ٢٢ غبرګولى ٩١): د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو د اسيايي سياليو لپاره د افغانستان کرکت بورډ د ١٩ کلنو ملي لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوره مهارتونو د پروګرام مسوول بشير ستانکزي د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ١٩کلنو لوبډلو اسيايي سيالۍ د چنګاښ په درېيمه په ماليزيا کې پيلېږي او اته ورځې به دوام وکړي.

هغه زياته کړه، چې په دغو سياليو کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سريلانکا، نيپال، ماليزيا او د قطر لوبډلې برخه اخلي.

د نوموړي په وينا، دغه لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوې، په ((الف)) ګروپ کې ماليزيا، نيپال، هندوستان او پاکستان او په ((ب)) ګروپ کې افغانستان، بنګله دېش، قطر او د سريلانکا لوبډلې شاملې دي.

ستانکزي وويل، چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د چنګاښ په درېيمه د شنبې په ورځ له سريلانکا سره ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادو سياليو لپاره دوى له ډېر غور، فکر، له تمريناتو او ارزونو وروسته يوه پياوړې لوبـډله ټاکل شوې ده.

د ١٩ کلنو اسيايي سياليو ته د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لپاره لاندې کسان غوره شوي:

جاوېد احمدي (کپتان) افتاب عالم، افسر خان، فريد احمد ملک، محمد يمين، حشمت الله، محب الله، ناصرجمال، سيداحمد شېرزاد، نجيب الله، ضياء الله، شرف الدين، شبير احمد، نور الحق، او فطرت الله.

د افغانستان د کرکـټ بورډ اجراييوي رييس ډاکټر حامد شينوارى وايي، چې دوى له تېرو څو مياشتو راهيسې د ١٩ کلنو لوبډلې د جوړولو لپاره هلې ځلې کولې.

هغه زياته کړه، چې لومړى د ١٩ کلنو لوبډلې د ټاکلو په موخه ازموينه واخيستل شوه، له لسګونو لوبغاړو څخه لومړى ٢٦ تنه او بيا ١٨ تنه پياوړي لوبغاړي وټاکل شول.

د ډاکټر حامد په وينا، غوره شوو ١٨ لوبغاړو ته د نړيوالو او ملي روزونکو له خوا روزنه ورکړل شوه او وروسته د دوى ترمنځ سيالۍ په لاره واچول شوې او له هغې وروسته د ١٩ کلنو ملي لوبدلې لپاره پياوړي لوبغاړي غوره شول.

د ١٩ کلنو لوبډلې منېجر شېراغا همکار پژواک اژانس ته وويل، چې له ننګرهار ولايت څخه وروسته دوى له تېرې يوې اونۍ راهيسې د کابل د کرکټ په نړيوال لوبغالي کې له ملي لوبغاړو سره يو ځاى تمريات ترسره کول.

هغه زياته کړه، چې په ١٩ کلنو لوبډله کې پياوړي لوبغاړي ټاکل شوي او هيله يې څرګنده کړه، چې دوى به په اسيايي سياليو کې ښه وځلېږي.

د لومړي ځل لپاره د ١٩کلنو په ملي لوبډله کې شامل کړل شوى لوبغاړى فريد ملک وايي، چې د ژوند تر ټولو مهمه او د خوښۍ شېبه يې همدا ده.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پړاو ته د رسېدلو په موخه يې له څو کلونو راهيسې سختې خوارۍ او هلې ځلې کړې دي.

نوموړي زياته کړه: ((زه به تر وروستي بريده هڅه کوم، چې د خپلې لوبـډلې او هېواد لپاره ښه لوبه وکړم او خپل هېواد ته وياړونه راوړم.))

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.