Language

د کرکټ  په سياليوکې ميدان وردګو لوګر او لغمان پکتيا ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک ٢٢غبرګولى ٩١): د کرکټ د لومړۍ درجې سياليو په لړ کې، چې  په کابل او ننګرهار کې روانې دي،د ميدان وردګو لوبډلې لوګر او د لغمان لوبډلې پکتيا ته ماتې ورکړه.

د دوولسو ولايتونولوبډلو ترمنځ دغه سيالۍ د غبرګولي په ٢٠مه په کابل او ننګرهار ولايتونو کې په يوه وخت پيل شوې دي.

د کرکټ بورډ د رسنيو يوه غړي فريد هوتک د غبرګولي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن په کابل کې د ميدان وردګو او لوګر لوبډلو ترمنځ سيالي ترسره شوه، چې د ميدان وردګو په بريا پاى ته ورسېده.

هغه زياته کړه،چې د ميدان وردګو لوبډلې لومړى لوبه وکړه او په ٤٩ اورونو کې د لسو لوبغاړوپه سوځېدو يې ٢٤٧ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري بابر ځدراڼ ٧٠ او محمدالله ٥٣ منډې جوړې کړې او د لوګر له لوري احمدزي ٣ او محبت خان ٣ لوبغاړي وسوځول.

هوتک وايي، چې د لوګر لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٤٢ اورونو کې په ١٨٧ منډو وسوځېدله. د ميدان وردګو له لوري حکيم څلور ، يونس ٣ او محمدالله ٢ لوبغاړي وسوځول. محمدالله ددې لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

سبا به د ميدان وردګو  او کابل لوبډلو ترمنځ  دکوارټرفاينل لوبه ترسره شي.

بلخوا د ننګرهار د غازي امان الله خان په نړيوال لوبغالي کې د لغمان او پکتيا ولايتونو ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د لغمان په بريا پاى ته ورسېده.

د کرکـټ بورډ وياند نصرت الله وفا له غازي امان الله نړيوال لوبغالي څخه د ټېلېفون په ليکه پژواک ته وويل، چې د پکتيا لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او په ټاکل شويو ٤٥ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو يې ٢٠٥ منډې جوړې کړې.

د هغه په وينا، د لغمان لوبډلې په ٤٩ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف ترلاسه او لوبه يې وګټله.د لغمان له لوري خيبر ٧٥ او قاري يوسف ٣٧ منډې جوړې کړې.

په دغو سياليوکې، چې لس ورځې به دوام وکړي، د دوولسو ولايتونو منتخبې لوبډلې برخه اخلي.

يادې لوبډلې په دووګروپونو وېشل شوي،چې په کابل کې د کابل، لوګر، ميدان وردګو، پنجشېر، کندهار او خوست او په ننګرهار کې د پکتيا، بغلان، لغمان، کونړ، کندوز او غزني لوبډلې برخه لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.