Language

په بلخ کې د  محمد صديق افغان په وياړ غونډه وشوه

مزار شريف( پژواک٢٣غبرګولى٩١):په مزارشريف كې د بلخ ولايت مقام لخوا د رياضي فلسفي ځېړنيز مركز مشر محمد صديق افغان نمانځغونډه وشوه.

 يادې نمانځغونډې كې د لسګونو كسانو تر څنګ د بلخ والي عطا محمد نور، د ولايتي شورا ريس، د بلخ پوهنتون ريس او يو شمېر استادان هم برخه لرله.

 د بلخ والي عطا محمد نور په ياد نمانځغونډه كې د خپلو خبرو په ترڅ كې صديق افغان د نړۍ په كچه د سترو او پوهو افغانانو څخه وګڼه.

 نوموړي زياته كړه: ((د افسوس ځاى دى، هغه افغان چې نړيوال يې د ستر فيلسوف په نامه پېژني، موږ يې يوازې د صديق افغان په نامه نوم اورېدلى او بس.))

 د هغه په وينا لا ه هم د صديق افغان د كړنو او علمي څېړنو په اړه افغانان پوره معلومات نه لري؛ همدا دليل دى، چې په پېژندنه كې يې هم شكمن دي.

 د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت د ولايتي شورا ريس ډاكټر محمد افضل حديد د خپلو خبرو په ترڅ كې صديق افغان له سترو افغان شخصيتونو څخه وګڼه.

 نوموړي زياته كړه، چې افغانستان له عملي فقر سره مخ دى او له همدې امله له تېرو څو لسيزو له خوار ستونزو سره مخ دى.

 د هغه په وينا تر هغې به د سوكاله ژوند زېرى وانه وري تركومې چې په هېواد كې علمي فقر له منځه تللى نه وي.

 ډاكټر حديد وويل: د صديق افغان په څېر علمي شخصيتونه افغانستان له علمي فقر څخه ژغورلى شي نو بايد دغه ډول كسان تشويق شي او د علمي كار د ګړنديتوب هڅې يې وشي.))

 همداراز د غوڼدې په اوږدو كې صديق افغان د خپلو خبرو په ترڅ كې د بلخ ولايت له مقام څخه مننه وكړه او ويې ويل: ((ما لا هم له خپلو افغانانو پوروړى يم، زه د دوى په وينو لوى شوى خو لا مې ورته هغسې كار نه دى كړى، څومره چې ښايي.))

 نوموړي د خپلو كارونو په اړه ډېر معلومات ورنكړل خو په كابل كې يې د څېړنيز مركز يادونه وكړه، چې پكې د رياضي فلسفې په اړه څېړنې كېږي.

 د غونډې په اوږدو كې د بلخ والي عطا محمد نور په بلخ ولايت كې د صديق افغان په نامه د يو ښوونځي نومول او په مزارشريف كې د ده د څېړنيز مركز لپاره د يوې حويلې وعده وكړه.