جلال اباد (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): په ختيځ کې د ايساف ځواکونو د څلورمې پلې فرقې څلورمې لوا د لغمان په دولت شاه، بادپښ او اليشنګ ولسواليو کې رسماً د خپلو پوځي اډو واګې نن افغان ځواکونو ته وسپارلې.
د لغمان والي محمداقبال عزيزي نن د ولايت په مرکز مهترلام کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې تر دې وروسته به ايساف ځواکونه يواځې مشورتي رول لوبوي او ټول پوځي عمليات به افغان ملي ځواکونه ترسره کوي.
هغه زياته کړه، د ملي ځواکونو له اکمال او تجهيزه ډاډمن دى، چې د دغو ولسواليو امنيت به وساتي.
اقبال عزيزي وويل، چې دوه کاله وړاندې بادپښ ته د کورنيو او بهرنيو ځواکونو سترې لواګانې هم نه شوې تللى، خو اوس ياده ولسوالي فعاله، د پوليسو، ملي امنيت او ملي اردو ځواکونه ځاى پر ځاى شوي او له نغلو په دغه لاره د برېښنا پايو چارې بشپړېدو ته نږدې دي.
د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ او په دغه ولايت کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان بريد جنرال نورالله قادري له روانې امنيتي وضعې خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د دوى جزو تامونه د درنو وسلو په ګډون ټانکونه او زغروال وسايل لري.
سرجنګ وويل، چې وسلوالو مخالفينو ماينونو اېښودلو ته زور ورکړى، خو د مخامخ جګړې توان نه لري.
په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو څلورمې پلې فرقې د څلورمې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن کرېسټو فرډ ټامېس د (Maj.christopherd Thomas) پژواک ته وويل، چې ځواکونه به يې په حمايوي ډول د افغان ځواکونو ملاتړ ته د ستراتېژيک تړون په رڼا کې دوام ورکړي.
نوموړي زياته کړه، چې يو محدود شمېر ځواکونه به يې په هغو پوځي اډو کې پاتې شي چې واګې يې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د اليشنګ ولسوالۍ يوه قومي مشر ملابازګل پژواک اژانس ته وويل، له دې وروسته جواز نه لري چې طالبان افغان سرتېري ووژني؛ ځکه چې اوس بهرنيان له سيمې وتلي دي.
نوموړي ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونو ته د پوځي اډو په سپارلو به د سيمې امنيت ټينګ شي.
د يادونې ده، چې ولايتي چارواکو او ايساف د پوځي اډو د کره شمېرې له څرګندولو ډډه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP