Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او چين ګډه کاري ډله جوړېږي

کابل (پژواک ٢٣غبرګولى ٩١): د امو سيند حوزې د ګاز لرونکو سيمو د څېړنې او اکتشاف لپاره د افغانستان او چين ګډه کاري ډله جوړېږي.

په هغې خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې د وزيرانو شورا د تېرې ورځې په غونډه کې د دې ډلې د جوړېدو پخلى وکړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د وزيرانو شورا د ګډې کاري ډلې د جوړېدو د تاييد ترڅنګ د کانونو وزير وحيدالله شهراني ته په ياده برخه کې له چين سره د هوکړه ليک د لاسليکولو صلاحيت هم ورکړى دى.

سرچينې  د کانونو وزير له خولې ويلي، ټاکل شوې افغانستان له چين سره د امو سيند حوزې د ګاز لرونکو سيمو د اکتشاف او انکشاف په برخه کې د همکاريو د چوکاټ او همدارنګه د ترکمنستان د ګازو د نل ليکې د غځولو په اړه د چين د نفت او ګازو د ملي شرکت له عمومي رييس جيينګ جيمن سره، چې د روان کال د جوزا مياشتې په وروستيو کې کابل ته راځي، يو هوکړه ليک لاسليک کړي.

د چين د نفتو د ملي شرکت رييس څه موده مخکې د افغانستان له لارې تاجکستان  او له هغه ځايه چين ته د ترکمنستان د ګاز د لېږدولو د تخنيکي او اقتصادي مطالعاتو لپاره لېوالتيا ښودلې وه.

همدارنګه د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو د استخراج تړون تېر کال د مرغومي په مياشت کې د چين د نفتو له ملي شرکت (CNPCI) سره لاسليک شوى دى.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په ياده حوزه کې ٨٧ ميليونه بېلره تېل اټکل شوي دي، چې خو کېداى شي دغه اندازه څو ځلي زياته وي او هلته به مايع ګاز هم شتون ولري.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې نفتي حوزې زياته برخه په سرپل او يوه برخه يې په فارياب ولايت کې موقعيت لري.

همدارنګه د لوګر د عينک د مسو ايستلو تړون په ١٣٨٧ کال کې له اېم. سي. سي چينايي کمپنۍ سره لاسليک شوى او ټاکل شوې، چې دغه کمپنۍ په دې برخه کې د نږدې شپږ ميليارده امريکايي ډالرو پانګونه وکړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.