Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جلال اباد ښاريان: د کار او ټولنيزو چارو رييس د برېښنا تېرولو پر وړاندې خنډ دى

جلال اباد (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې يو شمېر اوسېدونکو د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس تورن کړ، چې د برېښنا د لېږدولو په چارو کې ستونزې جوړوي.

د څلورمې ناحيې د ګذر وکيل حاجي معروف د غبرګولي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې له نغلو څخه د برېښنا لېږدولو په موخه د ښار په بېلابېلو برخو کې د دوى د ناحيې په ګډون د برېښنا پايې نصب شوې دي.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد، چې د خپلې کوڅې تر ټولو شتمن سړى دى، نه پرېږدي، چې د کور مخې ته يې د برېښنا پايې ولګول شي.

د ګذر وکيل وويل، چې شېرزاد په ناقانونه توګه د خپل کور پيک کوڅې ته را ايستلى، چې له امله يې د برېښنا د پايې مخه نيول شوې ده.

نوموړي زياته کړه، شېرزاد دوه ورځې وړاندې د برېښنا دوه نوې درول شوې پايې د خپل کور له مخې بېرته ايستلې او غواړي د نورو بېوزله خلکو د کورونو مخې ته يې ودروي.

معروف وايي، چې په ټوله کوڅه کې د برېښنا پايې د سړک ښي لور ته درول شوې خو د ده په وينا، دغه زورور رييس له برېښنا شرکت سره په جوړجاړي دوه پايې خپل کور ته نږدې نه پرېږدي او غواړي چې د برېښنا تېرولو د اصولو په خلاف يې د کوڅې په کيڼ لاس کې ودروي.

د ګذر وکيل وويل، چې د ناحيې لسګونو اوسېدونکو نن د غبرګولي ٢٣مه په اعتراض لاس پورې کړ، خو نوموړي رييس دوى ته ګواښ وکړ، که د هغه د کور پر وړاندې پايې نصب شي، دى به ورته له بلې لارې ځواب ورکړي.

د څلورمې ناحيې يوه بل اوسېدونکي امر الله خوګياڼي پژواک اژانس ته وويل، چې که ولايتي اداره د دغه رييس د خپلسرۍ مخه ونه نيسي، دوى به اعتراضونه پراخ او تر برېښنا وزارته به خپل شکايتونه ورسوي.

په داسې حال کې چې اعتراض کوونکي يې د کور مخې ته را ټول شوي وو، د کار او ټولنيزو چارو رييس عبدالحکيم شېرزاد پژواک ته وويل، چې دى نه دى خبر د کور پر وړاندې يې ولاړې پايې چا غورځولې دي.

هغه زياته کړه، چې څو تنه خود غرضه غواړي ده ته ستونزې را پورته کړي.

د نوموړي په وينا، د برېښنا شرکت لارښودنو ته اطاعت لري، هېچا ته يې رشوت نه دى ورکړى او نه يې له برېښنا رياست سره جوړ جاړى کړى دى.

عبدالحکيم شېرزاد وويل: ((که زما د کور پر وړاندې بېرته د برېښنا پايې ولګول شي زه يې مخالفت نه کوم.))

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې ولايتي اداره يې له دغې مسئلې نا خبره ده.

نوموړي زياته کړه، که خلکو ورسره دغه ستونزه شريکه کړي، دوى به يې معقول حل را وباسي.

د يادونې ده چې له لغمان څخه تر جلال اباده د سترو پايو له درولو وروسته اوس په دغه ښار کې د فرعي واټونو او څلورګونو ناحيو د پايو نصبولو چارې روانې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.