Language

غزني ښار(پژواک، ۲۳ غبرګولى ۹۱): په غزني ولايت کې امنیتي چاوراکي وايې، چې دغزني اړوند په یوشمېرسیمو کې يې دیولړعملیاتوپه ترڅ کې څلورتنه شکمن کسان له وسلوسره یوځای نیولي دي.

 دغزني د ملي امنیت ريیس سیدامیرشاه سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه کسان يې په تیرو۲۴ ساعتونوکې نیولي دي، چې په ډیرو امنیتي پیښو، لکه سړي تښتونې، چاودنو اونورو پېښوکې يې لاس درلود او اوس يې غوښتل ، چې دغزني ښار پر لویولارو کې ماینونه خښ کړي.

هغه زياته کړه، چې له دوى سره دوه جاپاني موټرسایکلونه، کلاشينکوفونه، لاسي بمونه، د راکټ مرمۍ او نورمهمات هم نیول شوي دي.

د یوبل خبر له مخې، د ملي امنیت ځواکونو درې بوشکې چاودیدونکي توکي ،چې په هره بوشکه کې نږدې ۲۵ کیلوګرامه چاودیدونکي توکي ځاى پرځاى شوي وو، هم نیولي دي.

 د غزني د ملي امنیت ريیس وايي، چې دغه چاودیدونکي توکي دکابل -کندهارپر لویه لاره نیول شوي.

 دده په خبره، دغه توکي د وسلوالو مخالفینوله لوري ځاى پرځاى شوي وو، چى ډیری وخت په داسې چاودنوکې مُلکي کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د يادونې  ده، چې څو ورځې مخکې هم دملي امنیت له لوري دغزني ښار اړوند دکوشک په سیمه کې یو ځانمرګى برید کونکى مخکې له دې چې خپلې موخې ته ورسیږي، ونیول شو.