Language

افغانستان او قزاقستان د دوه اړخيزه سياسي مشوره هوکړه ليک لاسليک کړ

کابل (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخيزه سياسي مشورو هوکړه ليک لاسليک شو او قزاقستان په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنه وکړه.

دغه هوکړه ليک نن په کابل کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول او د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير يرژان کزاخانوف (Yerzhan kazaykhanov) لاسليک کړ.

زلمي رسول وويل، چې له کزاخانوف سره يې پر سياسي، اقتصادي او امنيتي همکاريو او همداراز سيمه ييزو مسايلو مثبتې خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په وينا، کزاخانوف ويلي چې هېواد يې په افغانستان کې په کانونو او نورو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا لري او چمتو دى چې له افغانستان سره د رېل پټلۍ په جوړولو او بشري برخو کې مرسته وکړي.

د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير هم له افغانستان سره د مرستو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

کزاخانوف وويل، چې د هېواد مرستې به يې تر ډېره د بنسټيزو پروژو او ترانسپورټ په برخو کې وي.

ده وويل، قزاقستان لېوال دى چې له افغانستان سره د کرنې او سوداګرۍ د پراختيا په برخو کې هم همکاري وکړي.

نوموړي د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون په موخه نن کابل ته راغلى او له ولسمشر حامد کرزي سره يې هم کتلي دي.

ټاکل شوې ياد کنفرانس سبا په کابل کې جوړ شي.

په دغه کنفرانس کې به د افغانستان د شپږو ګاونډيو او د سيمې د اتو نورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د يو شمېر سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، قزاقستان په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره دوه ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.

Related Topics