ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامدکرزي: د سيمې ښه راتلونکې د افغانستان په پراختيا او پرمختګ پورې تړلې

حامدکرزي: د سيمې ښه راتلونکې د افغانستان په پراختيا او پرمختګ پورې تړلې

author avatar
13 Jun 2012 - 19:55
حامدکرزي: د سيمې ښه راتلونکې د افغانستان په پراختيا او پرمختګ پورې تړلې
author avatar
13 Jun 2012 - 19:55

کابل ښار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د قزاقستان د بهرنيو چارو له وزير سره د لېدنې پر مهال وويل، د سيمې ښه راتلونکې د افغانستان په پراختيا او پرمختګ پورې تړلې ده.

له ارګ څخه د غبرګولي په ٢٤مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي نن د قزاقستان د بهرنيو چارو له وزير يرژن قزي خانوف سره په ارګ کې وکتل.

د سرچينې په وينا، يرژن قزي خانوف په دې کتنه کې وويل، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ له ډيپلوماتيکو اړيکو څخه شل کاله تېريږي او قزاقستان غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې لا پراخې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې هېواد يې د افغانستان د امنيتي ځواکونو له پياوړتيا څخه ملاتړ کوي او د دغو ځواکونو د ځواکمنۍ لپاره د دوه ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کوي.

حامدکرزي د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د ناظر غړي په توګه له افغانستان څخه د قزاقستان د ملاتړ له امله مننه وکړه او د سيمه ييزو همکاريو په پراختيا باندې يې ټينګار وکړ.

هغه وويل، چې د سيمې ښه راتلونکې د افغانستان په انکشاف او پرمختګ پورې تړلې ده، هرڅومره چې افغانستان پرمختګ وکړي، په هماغه اندازه به د سيمې راتلونکې هم ښه شي.

کرزي په سيمه کې د قزاقستان رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ، چې د دوه اړخيزو همکاريو په چوکاټ کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړيکو پراختيا يوه اړتيا ده.

دغه راز نوموړي وويل، چې د سيمې هېوادونه بايد د افراطيت د له منځه وړلو لپاره لاسونه سره ورکړي او د دغې پديدې پرخلاف خپله ګډه مبارزه پياوړې کړي.

په دې کتنه کې دغه راز د قزاقستان د بهرنيو چارو وزير د بغلان په ولايت کې د وروستۍ زلزلې له امله پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشيني وښوده.

ده همداراز د شانګهاى د همکاريو په سازمان کې د ناظر په توګه د افغانستان د غړيتوب له امله حامدکرزي ته مبارکي وويله.

د يو بل خبر له مخې، ولسمشر کرزي نن غرمه د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له سکرتر جنرال اکمل الدين اوغلو سره په ارګ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دې ترڅنګ چې د اسلامي هېوادونو په يووالي او يو موټي توب باندې يې ټينګار وکړ، د سيمې د اقتصادي سوکالۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره يې د سيمه ييزو همکاريو پراختيا تر ټولو مهمه وبلله.

اکمل الدين اوغلو وويل، چې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د افغانستان د سولې له بهير څخه خپل ملاتړ اعلانوي او د سولې د ټينګښت په لاره کې د افغانستان د حکومت له هڅو څخه قدرداني کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.