کابل ښار (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر ولايتونو کې يې په څو عملياتو کې ١٦ وسلوال مخالفين وژلي، خو طالبان بيا د خپلو ١٣ کسانو د مرګ ژوبلې پخلى کوي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې نن (د غبرګولي ٢٤مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي دي، چې دغه وسلوال مخالفين په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په کابل، کندهار، هلمند، نيمروز او زابل ولايتونو کې د عملياتو په پايله کې وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د ملي پوليسو له خوا د ملي اردو، ملي امنيت او آيساف ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي او په ترڅ کې يې ١٤ وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې په دغو عملياتو کې نږدې يو نيم ټن نشه يي توکي او يوه اندازه سپکه او درنه وسله چې په هغو کې ١٧ ميله کلاشينکوفونه او ٢١ شاژورونه، يو راکټ انداز، يو ميل پيکا، ١٥ کړۍ ماينونه او لاسي بمونه، ١٩٠٠ سپکې ګولۍ، ١١ درنې ګولۍ، درې مخابرې، ١١ موټرسايکلونه او دوه موټر د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ملي پوليسو تېره ورځ درې کړۍ ماينونه او د هاوان دوه ګولۍ چې تازه د اروزګان او دايکنډي ولايتونو په مربوطاتو کې د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو په موخه ځاى پر ځاى شوي وې، کشف او ترلاسه کړي دي.
خو وسلوال طالبان وايي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د نښتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
په هغه برېښناليک کې، چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلى، د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خولې ليکل شوي، چې هغوى په هغو ولايتونو کې چې د کورنيو چارو وزارت يې يادونه کړې، لسګونه بريدونه ترسره کړي او په ترڅ کې يې لسګونه دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
مجاهد د نشه يي توکو په قاچاق کې د طالبان لاس لرل رد کړل او ادعا يې وکړه: “د کابل ادارې ډېرى امنيتى پرسونل په نشه يي توکو روږدي دي.”