Language

په بلخ کې ښځينه روغتيايي مرکز جوړ شو

مزارشريف (پژواك ۲۴ غبرګولى ۹۱): د بلخ په مركز مزارشريف ښار كې د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړى روغتيايي مركز پرانيستل شو.

 د بلخ د عامې روغتيا رييس ډاكټر ميرويس ربېع د غبرګولي په ۲۴مه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه مركز د انګليستان او د فينلنډ هېوادونو په مالي مرسته د درې ميليونه ډالرو په لګښت جوړ شو.

 نوموړي زياته كړه، چې دغه مركز د يو جرېب ځمكې په احاطه كې جوړ شوى، چې ودانۍ يې تر ډېره په روغتيايي وسايلو سمبال ده.

 د هغه په وينا، كه څه هم مزارشريف ښار د سيمې په كچه د المان هېواد په مالي مرسته مركزي روغتون لري، خو ياد مركز يواځې د دغه ښار او شاوخوا سيمو د مېرمنو او ماشومانو لپاره ځانګړى جوړ شوى دى.

 د ربېع په خبره، د ښځو او ماشومانو په دغه ځانګړي روغتيايي مركز كې ټول كاركوونكي مېرمنې دي، چې په اسانه په كې ښځينه ناروغانې درملنه كولى شي.

 د هغه په وينا، دغه مركز به د يادې سيمې د نږدې درې سوه زره اوسېدونكو روغتيايي ستونزې هوارې كړاى شي.

 د مزارشريف اوسېدونكي په دغه ښار كې د ښځو لپاره د ځانګړې روغتيايي مركز په پرانيسته خوښ دي.

 د دغه ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونكي عبدالقهار پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا ښه خبره ده، چې د ښځو د درملنې لپاره ځانګړى مركز وي.

 نوموړي زياته كړه، ځيني خلك لا هم داسې شته، چې خپلې مېرمنې د ښځينه ډاکترانو د نه شتون له امله روغتونونو ته نه پرېږدي.

 د هغه په وينا، د ياد مركز په پرانيسته به په دغه ښار او شاوخوا سيمو كې دغه ستونزه هم حل شي.

 په مزارشريف كې له دې پرته هم دوه نور د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړي روغتيايي مركزونه فعال دي.