Language

علي اکبر صالحي: په افغانستان کې د پوځي اډو جوړولو هڅې د نړيوالو کړنلارو خلاف دي

کابل ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د ايران د بهرنيو چارو وزير د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس له ګډون کوونکو وغوښتل، څو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون او له بشري حقونو د سرغړونې پر وړاندې حساسيت وښيي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي په ياد کنفرانس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “له بده مرغه، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون په تېرو لسو کلونو کې د امنيت د خرابېدو، د ترهګريزو فعاليتونو د ودې او غښتلي کېدو، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق، سازمان شوو جرمونو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتېدو لامل شوى دى.”

د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه، چې د سيمې هېوادونه په ځانګړې توګه ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې مهمه ونډه لرلى شي.

هغه د کنفرانس ګډون کوونکو ته وويل: “د دغه ګروپ غړي هېوادونه دې د افغانستان د پرمختګ لپاره حساس وي او همدارنګه په افغانستان کې دې د بهرنيو ځواکونو له شتون سره حساسيت وښيي، همدارنګه دې په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونې پر وړاندې حساسيت وښيي.”

هغه زياته کړه، چې ايران په افغانستان د بهرنيو ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو له ټولوژنې او په دغه هېواد کې د امنيت له نشتوالي خپله اندېښنه څرګندوي.

هغه زياته کړه، چې له همدې امله ايران له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو له وتلو او افغان ځواکونو ته د مسؤوليتونو له لېږد څخه هرکلى کوي.

صالحي وويل: “لکه څنګه چې ثابته ده، يو ځانګړى هېواد په پام کې لري، چې په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکړي؛ ځکه چې له سيمې څخه لوړې موخې لري او غواړي تعقيب يې کړي، دا د دې لامل کېږي، چې د سيمې هېوادونو ته امنيتي اندېښنې رامنځته شي.”

هغه زياته کړه، چې د دا رنګه هوکړې لاسليکول او د دغه ياد هېواد هڅې، چې په افغانستان کې خپلې پوځي اډې رسمي کړي، د سيمه ييزو او نړيوالو کړنلارو خلاف دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د افغانستان او امريکا ترمنځ د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو سند لاسليک شو او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ امنيتي تړون هم لاسليک شي.

د يادونې ده، چې ايران مخکې له دې هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو سند له لاسليکولو سره خپل مخالفت په ډاګه کړى دى.

صالحي د کنفرانس له ګډون کوونکو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ، سازمان شوو جرمونو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ونډه واخلي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير وويل، چې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د دې زمينه برابروي، څو د سيمې هېوادونه له افغانستان سره خپلې مرستې زياتې کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، ايران په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د پوهنې، روغتيا، سړک جوړونې او داسې نورو برخو کې د ٣٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو مرسته کړې ده.

هغه د افغانستان او ايران ترمنځ پر اوږدمهاله اړيکو او همکاريو ټينګار وکړ.

Related Topics