کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): پاکستان له شاوخوا شپږ مياشتو ځنډ وروسته د افغان ښوونځيو په کتابونو بار موټرو ته د لېږد اجازه ورکړه .
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د امريکا د متحده ايالتونو اردو د هېواد ښوونځيو د ثانوي دورې اووه ميليونه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړل او ټاکل شوې وه، چې د يادو ځواکونو په اکمالاتي کاروان کې افغانستان ته راوړل شي.
سرچينه وايي، چې د دې کتابونو شاوخوا څلورنيم ميليونه ټوکه هغه مهال د تېر تعليمي کال په منځ کې د پاکستان په کراچۍ کې ايسار کړاى شول، چې د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې د پاکستانيو سرتېرو له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو تګ منع کړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهرنن د( غبرګولي په ٢٥ مه ) کابل کې خبريالانو ته وويل ، چې افغان حکومت د يادو کتابونو په اړه پاکستان حکومت ته بشپړ معلومات ورکړي دي .
د هغې په وينا، دوى هم د معلوماتو تر څېړلو وروسته يادو کتابونو ته ، چې د افغان حکومت دي ، د لېږد اجازه ورکړه .
کهر وويل ، چې دغه کتابونه د ناټو په اکمالاتي کانټينرونو کې بار دي، چې شمېر يې ٧٧ ته رسېږي او د يوې اونۍ په اوږدو کې به يې ټول افغانستان ته ورسېږي .
دغه راز د افغانستان د پوهنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال محمد اصف ننګ د پاکستان حکومت لخوا يادو کتابونو ته د لېږد اجازې پر ورکولو خوښي وښوده .
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستانيو چارواکيو څو ورځې مخکې د دې کتابونو د خوشې کولو په اړه ډاډ ورکړى و .
ننګ وايي، چې د پاکستان لخوا د دې کتابونو درول د دې لامل شو، چې د ١٣٩١ کال د دولسم ټولګي تعليمي بهير ، چې بايد په کې نوي چاپ شوي کتابونه تدريس شوي واى ، په زوړ تعليمي نصاب کې تېر شو.
خو سرچينې هيله وښوده ، چې که دغه کتابونه ژر هېواد ته ورسېږي ، دوى کولى شي ،چې د هېواد د ګرمو سيمو په ښوونځيو کې يې ووېشي .
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر په وينا ، حکومت يې غواړي، چې د روان زېږديز کال تر پاى ته رسېدو وروسته له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو د وېستلو لړۍ پېل کړي .
د سرچينې په وينا، پاکستانيو چارواکيو په دې اړه د شيکاګو په نړيواله غونډه کې له افغان چارواکيو سر هم خبرې کړې وې .
هغې زياته کړه : (( … زموږ برداشت نور دادى چې په افغانستان کې وضعيت ښه شوى او مخ په ښه کېدو دى. ))
پژواک خبري اژانس هڅه وکړه ، چې په دې اړه د افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) نظر واخلي ، خو اړيکه يې ټينګه نه شوه .
دغه راز کهر د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې له پخوا څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد او باور فضا ښه شوې او د دې اعتماد د لا پياوړتيا لپاره هڅې روانې دي .
هغې وويل ، چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال د هغه هېواد لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني ته بلنه ورکړې ، چې کابل ته سفر وکړي .
د سرچينې د څرګندونو له مخې ، ټاکل شوې ده چې ګيلاني د روان زېږديز کال په راتلونکې مياشت (جولاى ) کې کابل ته سفر وکړي او له افغان چارواکيو سره د سولې پروسې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP