کابل ښار (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩١): د افغانستان ولسمشر د آسيا زړه هېوادونو د کنفرانس له ګډون کوونکو په ځانګړې توګه له سعودي عربستان او پاکستان نه وغوښتل، چې د افغانستان د سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړي.
د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس نن سهار ٩ نيمې بجې د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو سازمانونو د بهرنيو چارو د وزيرانو او يا نورو چارواکو په ګډون په کابل کې پيل شو.
ټاکل شوې، چې په دغه کنفرانس کې، چې د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب په موخه جوړ شوى دى، په سيمه کې د اعتماد فضا د رامنځته کولو او د نورو برخو د ستونزو د هوارولو په برخه کې بحث وشي.
د استانبول په کنفرانس، چې تېر کال د نوامبر په مياشت کې په افغانستان او سيمه کې د امنيت ټينګښت په موخه جوړ شوى و، پرېکړه وشوه، چې د دغه کنفرانس پرېکړې د “استانبول پروسې” په توګه تعقيب شي.
کرزي د دغه کنفرانس په پرانيستونکې وينا کې، ګډون کوونکو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وويل، چې د سولې پروسه دوه کاله مخکې پيل شوې او افغان دولت ورته دوام ورکوي.
هغه د کنفرانس ګډون کوونکو ته په خطاب کې وويل: “موږ ټول چې دلته موجود يو، مسؤوليت لرو، څو په يو ډول نه يو ډول د دې پروسې ملاتړ او همکاري وکړو.”
د کرزي په اند، د سيمې هېوادونو او د ناټو او ايساف د غړو هېوادونو همکاري به افغانستان ته سوله راوړي.
هغه زياته کړه: “د سولې د عالي شورا رييس ډېر ژر عربستان ته ځي او هلته به زموږ له وروڼو سره وګوري او له هغه وروسته پاکستان ته ځي او زموږ له وروڼو سره ګوري.”
کرزي وويل، چې د حرمين شريفين خادم تل افغانستان ته د سولې پروسې په برخه کې لارښوونه کړې ده.
هغه په ياد کنفرانس کې د سعودي عربستان له استازي وغوښتل، چې عربستان په راتلونکي کې هم د سولې له پروسې ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه : “له خپلو پاکستاني وروڼو هم غواړو، چې په راتلونکي کې دا کار وکړي.”
کرزي وويل، چې افغانستان مخکې له دې په دې اړه له پاکستان سره مثبتې خبرې اترې لرلې دي.
هغه د زياتو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې افغانستان له ځينو ګاونډيو هېوادونو سره په ځينو برخو کې مخالفتونه درلودل، چې اوس حل شوي دي.
هغه په تېرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې له مرستو مننه وکړه او ويې ويل، چې له بهرنيانو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد پروسې درېيم پړاو را رسېدلى دى.
کرزي وويل، يقين لري، چې دغه پروسه په ٢٠١٣ کال کې بشپړېږي او ټول نړيوال ځواکونه په ٢٠١٤ کال کې له افغانستان څخه وځي.
ولسمشر کرزي زياته کړه، چې افغانستان د دې پروسې له بشپړېدو وروسته هم د نړيوالې ټولنې ملاتړ ته اړتيا لري.
هغه د شيکاګو او شانګهاى کنفرانسونو ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې افغانستان په دغو کنفرانسونو کې له ٢٠١٤ کال وروسته تر ٢٠٢٤ پورې د نړيوالې ټولنې ژمنې او ملاتړ ترلاسه کړى دى.
هغه زياته کړه، چې د شانګهاى په کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې سره د افغانستان له اړيکو او له امريکا او يو شمېر نورو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو له تړونونو ملاتړ وشو او دغه ملاتړ د افغانستان د پرمختګ لپاره ډېره مهم دى.
کرزي وويل، چې افغانستان غواړي د نړۍ له ټولو هېوادونو او د آسيا د زړه له هېوادونو سره نېکې اړيکې ولري.
افغانستان له امريکا، المان، هندوستان، استراليا، ايټاليا، انګلستان او فرانسې سره د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي.
کرزي وويل، چې د دغو تړونونو لاسليکول له ګاونډيو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو د کمېدو لامل نه کېږي او افغانستان لېوالتيا لري، چې له خپلو ګاونډيو سره دوستانه اړيکو ته دوام ورکړي.
ولسمشر وويل، چې افغانستان به د توکيو په کنفرانس کې، چې راتلونکې مياشت جوړېږي، اقتصادي ستراتيژي وړاندې کړي.
هغه هيله څرګنده کړه، چې افغانستان له دغه کنفرانس نه ښې پايلې ولري.
د هغه په وينا، افغانستان غواړي زياتې پانګونې جلب کړي.
نوموړي څرګنده کړه، چې چين لومړنى هېواد دى، چې په افغانستان کې يې پانګونه کړې ده او افغانستان هڅه کوي، چې د دا رنګه پانګونو ساتنه او ملاتړ وکړي.