کابل ( پژواک ۲۶ غبرګولی ۹۱ ) : د هیواد د کرکټ د ملي لوبډلې او د ۱۹ کلنو ځوانانو ترمنځ د دریو یو ورځنیو پيپسی کپ سیالیو لړۍ یا سیریز د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په پرله پسې دوو لوبو ګټلو سره دغه کپ هم وګټلو.
د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هم چې د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شو، د هیواد ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د لوبې پچه یا ټاس د هیواد ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې پخپله د بیټنګ یا توپ وهنې پریکړه وکړه.
د کرکټ بورډ در سنیو یو تن غړي فرید هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د هیواد ملي لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځیدو ۳۴۷ منډې جوړې کړې او د ځوانانو لوبډلې ته یې د ۳۴۸ منډو کیښود.
د ملي لوبډلې لخوا کپتان نوروز خان منګل ډیره ښه لوبه وکړه، سلیزه یې ووهله او ۱۲۰ منډې یې جوړې کړې، دغه راز شهزاد محمدی ۷۰، محمد نبي عیسی خیل او اصغر ستانکزي ۳۶ منډې جوړې کړې.
د ۱۹ کلنوځوانانو لوبډلې لخوا یمین احمدزي ډیر ښه بالنګ وکړ او د ملي لوبډلې پنځه لوبغاړي یې وسوځول.
د ملي لوبډلې لخوا د ۳۴۸ منډو هدف ته په کتلو سره داسې معلومیده، چې ملي لوبډله به په ډیرې اسانۍ سره دا لوبه وګټي، خو د ځوانانو لوبډلې لخوا د حیرانوونکې لوبې ترسره کولو سره د ملي لوبډلې هیلې نا هیلې کړې.
د ۱۹ کلنو ځوانانولوبډلې له یوې په زړه پورې او خوندورې لوبې په پای کې د پنځوسم اوور په لومړي توپ د نجیب ځدران لخوا دشپږیزې په وهلو سره د ۳۴۸ هدف ترلاسه او لوبه یې وګټله.
د ځوانانو لخوا نورا لحق ملکزي یو ځل بیا ډیره ښه لوبه وکړه، سلیزه یې ووهله او ۱۰۳ منډې یې جوړې کړې دغه راز نجیب ځدران په ۳۳ توپونو ۸۱ تیزې منډې جوړې کړې او ناممکن هدف یې ترلاسه کړ. نجیب ځدران ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
د لوبې په پای کې د کرکټ بورډ داجرايیوی مشر ډاکتر حامد شینواری، د کرکټ بورډ د نورو چاروکیو، دولتي استازو او د پيپسي شرکت او الکوزي ګروپ یو شمیراستازو په شتون کې پرلوبغاړو جایزې او انعامونه وویشل شول.
ډاکټر حامد شینواري د پای په پروګرام کې د وینا پر مهال ددواړو لوبډلو د ښې لوبې ستاینه وکړه او ویې ویل چې دې لوبو څخه دلوبغاړو تجربې زیاتیږي.
هغه د ۱۹ کلنو ځوانانو دلوبې زیاته ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی به نړیوالو او اسیایي کې هم ښه وځلیږي.
د ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل هم د ځوانانو د لوبډلې ستاینه وکړه او دا یې ومنل چې دوی تر ملي لوبغاړو ښه لوبه وکړه.
دالکوزي کمپنۍ لخوا غوره لوبغاړي ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ انعام ورکړل شو.
ددواړو لوبډلو ترمنځ دريیمه لوبه به د یکشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
دیادونې وړ ده چې دا لوبې داریانا تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP