کابل ښار(پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت ادعا کړې ده،چې په يو شمېرولايتونو کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې يې د دولت ١٨ وسلوال مخالفين وژلي ، خو طالبان بيا مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
هغه خبرپاڼه،چې د کورنيو چارو وزارت له لوري نن( دغبرګولي ٢٧مه) پژواک خبري اژانس ته رارسېدلې کاږي،چې ياد شمېر وسلوال مخالفين په تېرو٢٤ ساعتونو کې د بدخشان، هلمند، لوګر، خوست او په پکتيا ولايتونو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې ده،چې دا عمليات د ملي اردو،ملي امنيت او ايساف ځواکونو له لوري په لاره اچول شوي و،چې په ترڅ کې يې اته نور وسلوال مخالفين نيول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي ،چې په دې عملياتو کې يوه اندازه سپکې او درنې وسلې،چې ١٠ کلاشينکوفونه، يو راکټ لانچر، دوه ماشينداره،٤٧ ماينونه، درې لاسې بمونه،درې تومانچې، د درنو وسلو اته مرمۍ،د سپکو وسلو ٥٠ مرمۍ، ١٥کيلوګرامه نشه يي توکي،١٤٠٠ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، يوه مخابره، دوه موټر او شپږ موټرسايکلونه په کې شامل دي ،د ملي پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي ،چې د ملي پوليسو منسوبينو تېره ورځ د وسايطو ضد يو ماين، يو ٨٢ ملي متري توپ او د پرسونل ضد ٢٠ ماينونه ،چې د وسلوالو مخالفينو له لوري د ورانکارو کړنو لپاره د هلمند او کندهار ولايتونو په مربوطاتو کې ځاى پرځاى شوي وو، کشف او له منځه يوړل.
خو طالبان دوى ته اوښتې مرګ ژوبله ردوي، ادعا کوي چې په دې پېښو کې يې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله او زيانونه اړولي دي.
هغه ايميل،چې پژواک خبري اژانس ته رارسېدلى، د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي له قوله کاږي
چې هغوى دهلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ،د پوليسو يو رېنجر موټر د ريموټ کنټرول ماين په وسيله الوځولى ،چې په ترڅ کې يې درې پوليس وژل شوي ،دوتنه ټپيان دي او يو رېنجر موټر له منځه تللى دى.
دغه راز ذبيح الله مجاهد د طالبانو وياند ادعا کړې ده،چې ددوى کسانو د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د پوليسو د ګزمې پر موټر بريد کړى ،چې په ترڅ کې يې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
هغه ادعا وکړه،چې وسلوالو طالبانو د خوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې د بهرنيوځواکونو پر اډه او د پکتيا ولايت د احمدخېلو ولسوالۍ پر ودانۍ د درنو او سپکو وسلو بريدونه کړي ،چې هغوى ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو تراوسه يې کره شمېره نه ده معلومه .
د يادونې ده ،چې د کورنيو چارو وزارت تېره اونۍ په يو شمېر ولايتونو کې ،د دولت د ١٦ وسلوالو مخالفينو د وژلو ادعا کړې وه، خو طالبانو خپله مرګ ژوبله لږ بللې وه.