کابل ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١) :د چارو ځينې پوهان، په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس جوړېدل د افغانستان لپاره لاسته راوړنه بولي او وايي چې دا کار د افغان حکومت د دېپلوماسۍ د فعال کېدو څرګندونه کوي .
د اسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې چې وړمه ورځ د ٢٩ هېوادونو او ١٢سيمه ييزو او نړيوالو موسسو د استازو په ګډون په کابل کې جوړ شو، د بېلابېلا هېوادنو چارواکيو په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره پر ګډو هڅو او له افغانستان سره د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.
د سياسي چارو پوه عبدالستار سعادت پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د دا ډول کنفرانسونو جوړښت د په سيمه او نړۍ کې د هېواد سياسي حيثيت لوړوي.
دغه راز دى وايي، چې په هېواد کې د چين ، روسيې ، امريکا متحده ايالتونو او نورو هېوادونو په ګډون د داسې لويې غونډې جوړېدل د افغانستان د دولت د دېپلوماسۍ فعالتيا څرګندوي.
هغه وايي ، چې له غربي نړۍ سره د افغانستان اړيکې ډېرې نږدې شوي او اړتيا ده چې افغانستان د شرفي نړۍ له هېوادونو سره هم خپلې اړيکې پراخه کړي تر څو په نړۍ کې متوازنې اړيکې ولري .
ده وويل چې د اسيا زړه هېوادنو کنفرانس د دا ډول اړيکو لپاره غوره اقدام و.
د سعادت په وينا، کېداى شي د سيمې هېوادونو تر منځ د باور فضا رامنځته کول چې ددې کنفرانس له مهمو موخو وه ، وخت ته اړتيا لري خو په نورو برخو کې شوې ژمنې کېداى شي تر ډېره عملي شي.
دى د باور فضا د رامنځته کېدو په اړه زياتوي : (( د سيمې هېوادونو تر منځ د ګټو تضاد ډېر دى ، د دوى ستراتيژۍ داسې دي چې د يوه هېواد په ګته او د بل په ضرر عيار شوي ، ددې تضادونو له منځه وړل وخت ته اړتيا لري. ))
خو هغه په دې اند دى ، چې کېداى شي د دا ډول کنفرانسونو جوړېدل ، دغه تضادونه کمرنګه کړي .
خو دده په وينا، افغانستان د سيمې د هېوادونو تر منځ د باور فضا د رامنځته کېدو په برخه کې ددې کنفرانس کوربه توب سره خپل تاريخي مسووليت ادا کړ او څرګنده يې کړه چې افغانستان په سيمه کې د سولې او ثبات غوښتونک دى.
دغه راز د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاد ودير صافى وايي، چې د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس په مهم وخت کې جوړ شو، ځکه چې له يوې خوا افغانستان په دې وروستو کې له بېلابېلو هېوادونو سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه کړې دي او له بلې خوا د شيکاګو په کنفرانس کې يې تر ٢٠١٤ کال وروسته د نړۍ ملاتړ خپل کړ.
افغانستان د امريکا له متحده ايالتونو ، هند ، استراليا ، فرانسې ، انګلستان، الماان او ايټاليا سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړې کړي دي او د شيکاګو په کنفرانس کې نړيوالو ژمنه وکړه چې له ياد شوي کال وروسته به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره مرستې کوي.
ودير صافى وايي، چې د اسيا زړه هېواونو په کنفرانس کې د نورو مرستو د ژمنو تر څنګ له يادو ستراتيژيکو همکاريو ، سولې پروسې او له بهرنيو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد له پروسې ملاتړ وکړ.
ټاکل شوې ، د مسووليتونو د لېږد پروسه چې تير کال پيل شوې ،د ٢٠١٣ کال په نيمايي کې بشپړه او د ٢٠١٤ کال تر پايه بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه ووځي.
د ودير صافي د څرګندونو له مخې، په کابل کې د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس جوړېدل هم د افغانستان د دولت او هم د ناستې د ګډونکوکو هېوادونو د ديپلوماسۍ د فعالتيا څرګندونه کوي .
د هغه په وينا، په کابل کې ددې کنفرانس جوړېدل د افغان حکومت لپاره يوه لاسته رواړنه ده او ګډونکونکو هېوادونو هم ځکه په دې غونډه کې ګډون وکړ تر څو له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو له وتو وروسته وضعيت په اړه خپلې اندېښنې او نظرونه څرګند کړي.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ګډون د کنفرانس ګډونوالو له بهرنيو افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د لېږد له پروسې ملاتړ وکړ خو د ايران استازي په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون د ناامنۍ لامل وباله او ويې ويل هغه هېوادونه تشويقوي چې له افغانستان څخه له وخته مخکې خپل ځواکونو وباسي.
ودير صافى ، وايي د اعتماد فضا د رامنځته کېدو په برخه کې اړينه ده چې د افغانستان په اړه د پاکستان او ايران په ستراتيژيو کې بدلون راشي.
خو زياته يې کړه چې دې موخې ته رسېدل هله شونې ده چې افغانستان خپله دپلوماسي فعاله کړي او د کنفرانس ګډون کوونکي هېوادونه هم پاکستان او ايران دې ته چمتو کړي چې په افغانستان کې مداخلې بندې کړي.
د اسيا زړه هېوادونو کنفرانس د استانبول کنفرانس د پرېکړو د تعقيب او د سيمې هېوادونو ترمنځ د باور رامنځته کولو پر لارو چارو د خبرو او د سيمه ييزو ستونزو د حل په موخه جوړ شوى دى .
د استانبول په کنفرانس کې چې د سيمې او ځينې نورو هېوادونو د استازو په ګډون تېر کال په نوامبر کې جوړ شو ، د افغانستان او سيمې د امنيت د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وشوې او وپتيل شوه چې د همدې موخې لپاره په راتلونکې کې هم د يوې پروسې په توګه ددې ناستې پرېکړې تعقيب او ورته ناستې جوړې شي.