مزارشريف (پژواك ٢٧ غبرګولي ۹۱) : په افغانستان كې د روسيې سفير وايي، چې د ستراتيژيك سندپه نامه كاغذي ليكل مهم نه دي،بلكې روسيه له افغانستان سره تاريخي اړيكې لري.
د روسيې سفير اندري ليوونوويچ اويتيسيان دغه څرګندونې نن د (غبرګولي په ۲۷مه)په مزارشريف كې د بلخ له والي سره په ګډه خبري ناسته كې وكړې.
نوموړي د پژواك خبري اژانس د دغې پوښتنې په ځواب كې ، چې په دې وروستيو كې د امريكا په شمول يو شمېر بهرنيو هېوادونو له افغانستان سره سترتيژيك تړونونه لاسليك كړل، څه لامل به وي، چې روسيه په ياده لړۍ كې وروسته پاتې ده؟
دروسيې سفير زياته کړه ، دا به ښه برداشت نه وي، چې په دې برخه كې روسيه وروسته پاتې ده، بلكې دوى له افغانستان سره د اړيكو په برخه كې لا هم په نړيواله كچه لومړى ځاى لري.
نوموړي زياته كړه، روسيه لومړى هغه هيواد، چې په ۱۹۱۹ کال كې د افغانستان ازادي په رسميت وپېژنده او له هماغې ورځې يې اړيكې پيل شوې دي.
اندري وويل: ((د ستراتيژيك سند په نامه كاغذي ليكل دومره مهم نه دي، موږ له افغانستان سره تاريخي اړيكې لرو.))
نوموړي همداراز په افغانستان كې د امريكا له تلپاتې نظامي اډو سره مخالفت وښود او په افغانستان كې د هرې بهرني هېواد تلپاتې نظامي اډې يې ګواښمنې وبللې.
د روسيې سفير وويل: ((په افغانستان كې تلپاتې نظامي اډې يواځې د روسيې لپاره نه ،بلكې د دغه هېواد د ټولو ګاونډيو هېوادونو لپاره له ستر ګواښ څخه كمې نه دي.))
نوموړي همداراز په افغانستان كې د امنيت نشتوالى ستره ستونزه وګڼله او د دغه هېواد په اقتصادي وده كې يې د روسې د كمې ونډې لامل هم همدا ستونزه وګڼله.
د هغه په وينا، دمګړۍ افغانستان له تروريزم ، د نشه يي توكو كر او قاچاق له ستونزو سره مخ دى، چې روسيه ترې هم ګواښمنېدلى شي.
د روسيې سفير وويل، دوى هڅه كوي، چې په دې دواړو برخو كې له افغانستان سره مرسته وكړي.
نوموړي همداراز په افغانستان كې په پراختيايي كارونو او د دغه هېواد پر اقتصادي ودې ټينګار وکړ او ژمن شو، چې دوى د ټولو هغو پروژو د بيارغونې لپاره چمتو دي، كومې چې په تېرو وختونو كې روسيې په افغانستان كې پيل کړې وې.
د هغه په وينا،اوسمهال دوى د سالنګ تونل او په مزارشريف كې دكودبرق فابريكې د كتنې او بيارغونې په درشل كې دي.
همداراز په ياده خبري ناسته كې د بلخ والي عطا محمد نور هم روسيه له هغو هېوادونو څخه وګڼله، چې له افغانستان سره مرسته كول غواړي.
نوموړي وويل، چې روسيې په تېرو وختونو كې داسې اوږد مهالې او بنسټيزې پروژې تر سره كړي، چې د بيارغونې په تېره لسيزه كې يې بېلګه نشته .
هغه زياته کړه : ((سربېره پر دې ، چې په تېره لسيزه كې ميليونه ډالر مرسته وشوه، خو بيا هم د مزارشريف د كود برق په څېر فابريكه او حياتې پروژې باندې كار نه دى شوى.))
نوموړي هم د تېر په څېر يو ځل بيا په افغانستان كې له تلپاتو بهرنيو نظامي اډو سره مخالفت وښود او دغه اډې يې د افغانستان په زيان وبللې.
د هغه په وينا، كه تلپاتي نظامي اډې جوړې شي، نو افغانستان به د ځواكمنو هېوادونو د لاس آله وګرځي.
د بلخ والي وويل: ((افغانان بايد اجازه ورنكړي، چې له افغانستانه د چين اقتصادي پرمختګ وڅارل شي،د ايران د اټومي كېدو مخه ونيول شي او د همدې بهرنيانو د پخواني ملګري پاكستان څار وشي.))