کابل(پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩١): نوى کابل بانک په داسې حال کې د پلور لپاره نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي، چې د کابل بانک پوروړو ته ٣٤،٨ ميليونه امريکايي ډالره ټکټانه بښل شوې ده .
کابل بانک په ١٣٨٩ کال کې د ناقانونه پورونو او ځينو نورو مالي ستونزو له امله، له کړکېچ سره مخ شو، وروسته بيا د دغه بانک يوه برخه د ماليې وزارت اړوند شوه، چې د نوي کابل بانک په نوم فعاليت کوي او بله برخه يې تراوسه تر څېړنې لاندې ده.
له دغه بانک څخه بېلابېل کسان له ټکټانې سره ٩٣٧،٧ ميليونه امريکايي ډالره پوروړي دي .
د افغانستان بانک مشر نورالله دلاوري د غبرګولي په ٢٧ مه،په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې، په پام کې ده، چې نوى کابل بانک د پلور لپاره د روان زېږديز کال په اګست مياشت کې نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.
هغه وويل ، چې ياده داوطلبي به په ازاد ډول ترسره شي او کورني او بهرني پانګوال کولى شي په کې ونډه واخلي .
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بانک چارواکيو د معلوماتو له مخې، د کابل بانک پوروړيو ته د ياد شوي بانک د پورونو ٣٤،٨ ميليونه امريکايي ډالره ټکټانه بښل شوې ده .
په نننۍ خبري ناسته کې دافغانستان بانک لومړي مرستيال خان افضل هډوال وويل ،چې د ټکټانې معافيت د نړۍ په نورو هېوادونو کې يوه عادي خبر ده .
هغه زياته کړه،چې د کابل بانک پوروړيو د څېړنو پرمهال ويلي و، چې د دې توان نه لري ،چې د پورونو ټکټانه ورکړي ،له همدې امله دهغه معافيت له حقوقي بحثونو او د رياست دولت تر پرېکړې وروسته معاف شوي دي.
له بلې خوا د افغانستان بانک مشر وايي، چې د کابل بانک د تصفيې ادارې تراوسه د ياد شوي بانک له پورونو څخه ١٢٨،٢ ميليونه امريکايي ډالره ترلاسه کړي او ٢٣٥،١ ميليون امريکايي ډالره پورونه پېژندل شوي، چې په اړه يې له پوروړو څخه ضمانت هم اخيستل شوى دى .
دغه راز سرچينې زياته کړه ، چې د کابل بانک اړوند د ١٤٥ ميليونه اټکلي ارزښت لرونکي جايدادونه په افغانستان کې او د ٤٥ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت جايدادونه له هېواد څخه بهر پېژندل شوي ، چې د تصفيې چارې يې روانې دي .
خو هغه په ډاګه کړه، چې له کابل بانک څخه د اخيستل شويو پورونو ٤١٠،٤ ميليونه ډالره لا تراوسه لا درکه دي، چې د موندلو هڅې يې روانې دي .
سرچينې هيله وښوده ، چې د پاتې پورونو نور برخه هم ترلاسه شي .
دغه راز د افغانستان بانک مشر په دوبۍ کې د کابل بانک اړوند جايدادونو د بيېو د لوړېدو خبر هم ورکړ .
هغه وويل ، چې دوه کاله مخکې د يوه ويلا ( د استوګنې کور ) بيه ٢٢ ميليونه درهم وه، چې اوس د هغه بيه ٣٠ ميليونه درهمو ته لوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP